نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د نیمروز د ارشاد، حج او اوقاف رئیس، مولوي فضل الرحمن “مستغفر” د احیاء العلوم د دیني مدرسي له استادانو او اداري پرسونل سره د لازیاتوو همږغیو او دوه اړخیزو همکاریو په موخه ناسته وکړه. دغه ناسته، چې په یادي مدرسي کې وسوه، په پیل کې د احیاء العلوم مدرسي مدیر مولانا احمدالله “حبیبي” د […]
د نیمروز د ارشاد، حج او اوقاف رئیس، مولوي فضل الرحمن “مستغفر” د احیاء العلوم د دیني مدرسي له استادانو او اداري پرسونل سره د لازیاتوو همږغیو او دوه اړخیزو همکاریو په موخه ناسته وکړه.
دغه ناسته، چې په یادي مدرسي کې وسوه، په پیل کې د احیاء العلوم مدرسي مدیر مولانا احمدالله “حبیبي” د ښه راغلاست او مننې ترڅنګ د یادي مدرسي او د ترسره سویو کړنو په تړاو یې بشپړ معلومات وړاندي کړ، وروسته د ارشاد، حج او اوقاف رئیس مولوي فضل الرحمن “مستغفر” خبري وکړي او وویل، ریاست د دیني مدارسو د پیاوړتیا او ستونزو د حل په موخه هیڅ ډول هلي ځلي نه سمپوي او اړتیا ده، چې د شته نظام د ملاتړ په موخه روشنفکره ځوانان په مدارسو کې وروزل سي، همدارنګه
ښاغلي “مستغفر” په ورستیو کې د یادي مدرسي له طلابو سره هم د درسي بهیر د نظارت او طلابو ته د ترغیب ورکولو په موخه هم وکتل.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.