نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن پنجشنبه د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور رياست، د کمپيوټر او انګليسي ژبو د کورسونو څخه ۶۵ تنو زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل د انګليسي او کمپيوټر د کورسونو د پای په غونډې کې، د ملکي ادارو رئيسانو، علماوو، د زده کوونکو والدينو او فارغانو هم ګډون کړې وو. په پیل […]
نن پنجشنبه د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور رياست، د کمپيوټر او انګليسي ژبو د کورسونو څخه ۶۵ تنو زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل
د انګليسي او کمپيوټر د کورسونو د پای په غونډې کې، د ملکي ادارو رئيسانو، علماوو، د زده کوونکو والدينو او فارغانو هم ګډون کړې وو.
په پیل کې د نیمروز د اطلاعاتو او کلتور رئیس مفتي حبیب الله “الهام” د ښه راغلاست پرمهال له استادانو مننه وکړه او فارغینو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ، د دیني او عصري علومو د زده کړي په ارزښت هم خبري وکړي.
ښاغلي الهام زیاته کړه، چې د انګلیسي او کمپیوټر له څانګو څخه ۶۵ تنه فارغه سوي، چې درې میاشتې وړاندې د ریاست لخوا په لاره اچول سوې نن فارغه د انګریزي په لومړنۍ دورې او د کمپیوټر د آفیس پروګروامونو څخه فراغه سوه.
هغه په وروستیو کې د نورو کورسونو د پیل خبره هم وکړ.
استاد بسم الله “اکرمي” د دغه کورس فارغانو ته مبارکۍ وویله او د تخنیکي او عصري علومو زده کړه یې مهمه وبلله او همدارنګه یې د ټکنالوژۍ له لارې د انسانانو پر اړیکو خبرې وکړي.
عصمت الله “حقیار” هم د روزنیزو کورسونو د فارغانو په استازیتوب د دا ډول کورسونو د ترسره کیدو ستاینه وکړه.
په وروستیو کې د روزنیزو کورسونو ښوونکو ته ستاینلیکونه او فارغانو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.