نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
څو ورځي مخکي د لښکرګاه ښار لمړۍ ناحیې کې د نوید په نوم یو شکمن کس چې د استخباراتي ارګان د اولي حوزې د منسوبینو له خوا د ورکړل سوي راپور پر اساس نیول سوی وو او څو ورځي وروسته یې مړی پیدا سوی وو، نو د وژل سوي کس کورنۍ ادعا کوله چې ګواه […]
څو ورځي مخکي د لښکرګاه ښار لمړۍ ناحیې کې د نوید په نوم یو شکمن کس چې د استخباراتي ارګان د اولي حوزې د منسوبینو له خوا د ورکړل سوي راپور پر اساس نیول سوی وو او څو ورځي وروسته یې مړی پیدا سوی وو، نو د وژل سوي کس کورنۍ ادعا کوله چې ګواه کې نوید د طالبانو له خوا وژل سوی دی ، چې د موضوع د څېړني لپاره د ولایت مقام ،استخباراتو ریاست،استېناف څارنوالۍ، او امنیه قوماندانۍ له خوا یو ګډ هیئت وټاکل سو ، یاد هیئت موضوع وڅېړل او نن یې د ولایت مقام ته د یو شمېر رسنیو خبریالان را بللي وه او د ولایت مقام په مطبوعاتي دفتر کې مطبوعاتي کنفرانس ترسره سو.
په یاد کنفرانس کې د ګډ هیئت غړو محترم مولوي محمدعیسی شریف، او مولوي عبدالجبار هجرت د خبریالانو وپوښتنو ته جوابونه وویل.
نوموړو دیادي پېښي په خاطر تر خواشینی څرګندولو وروسته وویل چې په هلمند کې د اسلامي امارت په راتلو سره دا د خپل نوعي لمړۍ پېښه ده چې رامنځ ته کېږي.
دوی زیاته کړه چې د موضوع څېړنه مو وکړه. وژل سوی کس ملکي سړی وو او هیڅ سیاسي مخینه یې نه درلوده خو البته د ځیني مشکوکو حرکاتو په خاطر د استخباراتي ارګان له خوا نیول سوی وو.
چې بیا یې د امنیتي کسانو سره څو ځله لاس هم اچولی وو او بار بار یې د تېښتي هڅه هم کړې وه.
د یاد کس په اړه ویل کېږي چې د زړه ناروغي یې هم لرله.د وژني د کیفیت په اړه یې دقیق معلومات راته سوی نه دی خو موږ یې د قضیې اړوند څلور ۴ نفره مشکوک کسان نیولي دي او موضوع به یې و شرعي محکمې ته وسپارو.
محکمې چې هره فیصله وکړه هغه فیصله به اجرا کېږي.
نېټه؛۱۴۴۳/۴/۲۵/ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.