نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره ۱۴۴۵ محرم ۳۰ محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، د اسلامي امارت مشران ژمن دي چې افغانستان له سیالانو سره سیال کړي او په دې لاره کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي، چې د دې پروژې پيل یې ښه بېلګه ده. د ریاست الوزراء […]
الاماره ۱۴۴۵ محرم ۳۰ محترم ملا صاحب په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، د اسلامي امارت مشران ژمن دي چې افغانستان له سیالانو سره سیال کړي او په دې لاره کې نه ستړې کېدونکې هڅې کوي، چې د دې پروژې پيل یې ښه بېلګه ده. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، د نوي کابل پروژه د هېواد په کچه د خصوصي سکټور او اسلامي امارت تر منځ د مشارکت یوه ستره ملي پروژه ده، چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګونې ښه زمینه برابروي. محترم ملا صاحب زیاته کړه، د نوي کابل پروژه د ژوند کولو په ټولو سهولتونو برابره ده، چې په بشپړېدو سره به یې له اوسني کابل ښار څخه نوي کابل ته د نفوسو انتقال پيل، په اوسني ښار کې به ګڼه ګوڼه راکمه او د ترافیکي پېښو مخنیوی به وشي. د نوي کابل پروژه د اوسني کابل ښار یو نیم برابر لویه ده، چې د ۳۷۰ زره جریبه مساحت په درلودو سره په څلورو فازونو کې ډیزاین شوې ده. د یادې پروژې د لومړي فاز چارې په ۵ پارسلونو کې په پام کې نیول شوې، چې نن یې د دوهم پارسل د جوړېدو چارو پرانیسته وشوه. دغه پارسل په ۷۴۰ جریبه ځمکه کې ډیزاین شوی، چې ۱۲ زرو کسانو لپاره به پکې ۲۳۰۰ هستوګنیز کورونه جوړ شي. د نوي کابل پروژې د لومړي فاز دوهم پارسل چارې د کور او ښار جوړولو وزارت تر نظارت لاندې د خصوصي ساختماني شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي او زرګونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابروي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.