نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند ولايت مقام لخوا د شمالي ولسواليو دعمومي وضعیت د څېړني لپاره باصلاحیته پلاوی چي رهبري يې د ولايت مقام استازی محترم محسن حاجي مولوي صاحب په غاړه لري او ورسره په څنګ کي یې دمرافعه محکمې، امنيه قومندانۍ، استخباراتو رياست، د لښکرګاه ښاروالۍ، عامي روغتيا رياست، اطلاعاتو او فرهنګ رياست، تعليم او […]
د هلمند ولايت مقام لخوا د شمالي ولسواليو دعمومي وضعیت د څېړني لپاره باصلاحیته پلاوی چي رهبري يې د ولايت مقام استازی محترم محسن حاجي مولوي صاحب په غاړه لري او ورسره په څنګ کي یې دمرافعه محکمې، امنيه قومندانۍ، استخباراتو رياست، د لښکرګاه ښاروالۍ، عامي روغتيا رياست، اطلاعاتو او فرهنګ رياست، تعليم او تربيې، امربالمعروف رياست او د محابسو ادارې استازي ملتیا کوي ، تېره ورځ یې د نوزاد ولسوالۍ نظارت او د عمومي وضعیت څېړنه وکړل. دغه ټاکل سوي هیئت يادي ولسوالۍ ته د رسېدو سره سم اړوند محبس ته ولاړ او په محبس کي یې د بندیانو سره د هغوی د زنداني کېدو دعواملو، په محبس کي د ژوند د امکاناتو، د محبس د مسؤلینو د چلند او د بندیانو په حق کي د قاضیانو د برخورد په هکله بحث او خبري وکړې، ورپسې د پلاوي له لوري د اړونده محکمې د قاضایانو سره هم مجلس ترسره سو او هغوی ته سپارښتنه وسوه، چي خپل اړونده چاري چټکي کړي او د بندیانو دوسیو او نورو دعواؤ ته پر وخت رسېده ګي وکړي او په عادلانه توګه دشرعي اصولو مطابق ټولي قضایاوي حل او فصل کړي. همدراز نوموړي پلاوي د نوزاد ولسوالۍ د بېلابیلو سیمو د علماءکرامو او قومي مشرانو سره د مجلسونو په ترڅ کي د هغوی سره د امنیت، روغتیا، پوهني او د ژوند دنورو ټولنیزو مسایلو په هکله خبري وکړې، او د نږدې یې دهغوی ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه واورېدل او د هواري په موخه یې د ځایي مسؤلینو سره د ولسونو ستونزو ته پروخت د رسېدني او ټولو اداري چارو د اصولي اجراء او ښه والي په اړه بحث اوخبري وسوې چي په پایله کي یې د عامو ولسونو یو شمېر غوښتي او ستونزي هم هلته حل او فصل او پاته نوري به هم د حل په هدف ولايتي او مرکزي ادارې ته وړاندي سي. د ولایت مقام د امر په اساس مسؤلینو ته سپارښتنه وسوه چي د شیخانو او عالمانو په واسطه د ولسوالۍ اړوند د ټولو مسؤلینو او مجاهدینو د اصلاح او روزني په هدف درې ورځني سیمینارونه جوړ کړي اوهره ورځ درې ساعته اصلاحي بیانونه ورته وسي. همداډول د هیئت لخوا د ولسوالۍ اړوند ټولو نظامي مسؤلینو او حوزو مشرانو سره د یوې غونډي په ترڅ کی دپلاوي غړي محترم مولوي اکرم الدین (بصیري) صاحب وینا وکړه : محترم بصیري صاحب دخپلو خبرو پرمهال د نظامي مسؤلینو او مجاهدینو څخه وغوښتل چي خپلو لیکو کي هغه فاسدو او ناوړه کسانو ته ځای ورنکړي چي هغه داسلامي شعائرو پابند نه وي، د خپل ولس او هیواد سره یې خیانت کړی وي او یا هم د ولس د زوروني باعث کیږي، همداراز نوموړي په ټینګار سره د مجاهدینو څخه و غوښتل چي خپلي دندي په پوره اخلاص ترسره کړي او ولسونو ته د لاښه ډاډمن امنیت په فضا کي د ژوند کولو زمینه برابرکړي.
نېټه: ۱۴۴۳/۶/۱۴هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.