نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د نوزاد ولسوالۍ د سلام بازار په سیمه کي د نوزاد امنیه قوماندان د ولسوالۍ له اوسېدونکو، امنیتي مسؤلینو، علماء کرامو او قومي مشرانو سره غونډه وکړه په یاده غونډه کي علماءکرامو د نوزاد ولسوالۍ له اوسېدونکو وغوښتل چي د خپلي ولسوالۍ د امنیت د تائمین په خاطر له مجاهدینو او امنیتي مسؤلینو […]
نن د نوزاد ولسوالۍ د سلام بازار په سیمه کي د نوزاد امنیه قوماندان د ولسوالۍ له اوسېدونکو، امنیتي مسؤلینو، علماء کرامو او قومي مشرانو سره غونډه وکړه
په یاده غونډه کي علماءکرامو د نوزاد ولسوالۍ له اوسېدونکو وغوښتل چي د خپلي ولسوالۍ د امنیت د تائمین په خاطر له مجاهدینو او امنیتي مسؤلینو سره بشپړه همکاري وکړي.
وروسته د نوزاد ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي عبدالغفار مسرور صاحب خبري وکړې نوموړي له علماءکرامو، قومي مشرانو او د یادي ولسوالۍ له اوسېدونکو څخه مننه وکړل چي په دغه غونډه کي ګډون کړی، همداراز یې د نوزاد د اوسېدونکو ستونزي واورېدلی او ډاډ یې ورکړ چي امنیتي ځواکونه به د خپل ولس د امنیت د ټینګښت په خاطر شپه او ورځ پرځان یوه کوي.
د غونډي په جریان کي ګڼو نورو کسانو هم خپلي ویناوي د غونډي پر ګډونوالو واورولې.
یاده غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۵ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.