نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د هلمند ولایت د پوهني ریاست رئیس مولوي محمد عوض (انصاري) په ګډون د پوهني ریاست مالي او اداري مرستیال حافظ عبدالرزاق (حکیمي) او د شوراګانو مدیر عبدالکریم (افغان) د نوزاد او سنګین ولسوالۍ د ښوونځیو د پوهني د روان بهیر څخه څارنه وکړه. د پوهني د رئیس په مشرۍ دغه پلاوي د […]
نن د هلمند ولایت د پوهني ریاست رئیس مولوي محمد عوض (انصاري) په ګډون د پوهني ریاست مالي او اداري مرستیال حافظ عبدالرزاق (حکیمي) او د شوراګانو مدیر عبدالکریم (افغان) د نوزاد او سنګین ولسوالۍ د ښوونځیو د پوهني د روان بهیر څخه څارنه وکړه.
د پوهني د رئیس په مشرۍ دغه پلاوي د نوزاد او سنګین ولسوالیو د ښوونځیو څخه د روان زده کړه ییز بهیر، د زده کوونکو او ښوونکو د ستونزو د اورېدو او په یاد ښوونځیو کي د شته ستونزو د حل په موخه ددغه ښوونځیو څخه لیدنه وکړل.
د نظارت په دغه بهیر کي د هلمند ولایت د پوهني رئیس محترم انصاري وویل چي نوزاد او سنګین ولسوالۍ د تیرو جګړو او سیاسي حالاتو له امله د پوهني او زده کړو په برخو کي ډیري شاته پاته وې او له ډېره وخته ورته کومه خاصه پاملرنه نه ده سوې، نو په همدې اساس به د پوهني ریاست په یادو ولسوالیو کي د ښووني او روزني په برخه کي د شته ستونزو د حل په موخه تر خپله وسه هلي ځلي وکړي، ترڅو د سنګین او نوزاد ماشومان او ځوانان مو له ښووني او روزني څخه په بشپړه توګه برخمن سي.
وروسته د یادو ولسوالیو د ښوونځیو له مسؤلینو، ښوونکو او زده کوونکو سره ددوی په ښوونځیو او روان درسي بهیر کي د شته ستونزو او غوښتنو په اړه خبري وسې او دوی ته د هرډول همکارۍ ډاډ ورکړل سو.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۲ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.