نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
پرون د نورستان ولايت محترم مرستيالي د برګمټال له ولسوالۍ څخه چې په دې وروستیو کې فتحه شوې ليدنه وكړه. په دغه موقع د برګمټال ولسوالۍ یو شمېر علماء كرام، سپين ږیري او د سیمې عام خلک هم موجود ول. د لیدني پر مهال مرستیال والي د خلکو ستونزي واوريدې، له دوی سره یې د […]
پرون د نورستان ولايت محترم مرستيالي د برګمټال له ولسوالۍ څخه چې په دې وروستیو کې فتحه شوې ليدنه وكړه. په دغه موقع د برګمټال ولسوالۍ یو شمېر علماء كرام، سپين ږیري او د سیمې عام خلک هم موجود ول.
د لیدني پر مهال مرستیال والي د خلکو ستونزي واوريدې، له دوی سره یې د مشکلاتو د حل او د سیمې د حالاتو د لاښوالي په موخه سلا مشورې وکړې او د مجلس ګډونوالو ته یې د امیرالمؤمنین د فرامینو په ځانګړې توګه د عفوي د فرمان په اړه وضاحت ورکړ.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې که زامن او یانور خپلوان یې د کابل ادارې په لیکو کې وي، نو هغوی دي را وباسي.
د برګمټال ولسوالي د ولس په نماينده ګي ښاغلي مولوي اميرخان او مولوي عبدالفتاح ويناوي وكړي، مرستیال والي ته یې هرکلی ووایه، له هغه سره یې د خپلي سیمې او خلکو د اړتیاوو په اړه مشورې شریکي کړې او د اولس په نمایندګي یې د هرډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
۲۰۲۱/۸/۱
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.