د نن پیښي په اړه د کندهار ولایت مقام له لوري د تسلیت پیغام

  په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چي نن د کندهار ښار په درېیمه حوزه کښي یوه په غمجنه پېښه کي یوه زنانه شهیده او دوې نوري زخمیاني سوې، د کندهار ولایت مقام یاده پېښه په کلکو ټکو غندي او د شهیدي دوستانو ته صبر او اجر عظیم او زخمیانو ته شفا عاجله […]

 

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چي نن د کندهار ښار په درېیمه حوزه کښي یوه په غمجنه پېښه کي یوه زنانه شهیده او دوې نوري زخمیاني سوې، د کندهار ولایت مقام یاده پېښه په کلکو ټکو غندي او د شهیدي دوستانو ته صبر او اجر عظیم او زخمیانو ته شفا عاجله د خدای ج له لوی دربار څخه غواړي.

پېښه هغه وخت رامنځته سوه، چي کله امنیتي مجاهدینو رېکشا‌وان ته د درېدو ږغ وکړ، استاذ د مجاهدینو د امر څخه سرغړونه وکړه او د سرزورۍ څخه ئې کار اخیستی او رېکشا ئې ځغلولې وه، چي مجاهدینو د اشتباه له کبله ډزي پر کړي دي، چي له امله ئې مرګ‌ژوبله رامنځته سوه. د پيښي عاملین نیول سوي او محبس ته واستول سول. زخمیان د درملني لپاره روغتون ته ورسول سول.