د ننګرهار  پوهنتون په تدريسي روغتون کې د اورتوپيدي او عصبي جراحي څانګه بیا ورغول شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰) د ننګرهار  پوهنتون په تدريسي روغتون کې د اورتوپيدي او عصبي جراحي څانګه چې يوه مياشت وړاندې يې د بيا رغونې چارې پيل شوې وې ، چارې يې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه. په دغه پرانيست غونډه کې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند ډاکتر خليل احمد بهسودوال د تدريسي روغتون […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۰) د ننګرهار  پوهنتون په تدريسي روغتون کې د اورتوپيدي او عصبي جراحي څانګه چې يوه مياشت وړاندې يې د بيا رغونې چارې پيل شوې وې ، چارې يې بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

په دغه پرانيست غونډه کې د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند ډاکتر خليل احمد بهسودوال د تدريسي روغتون د رئيس د ترسره کړو فعاليتونو ، تدريسي روغتون کې د روانو ساختماني چارو او راتلونکو پلانونو ستاينه وکړه او ويې ويل، په تدريسي روغتون کې له عمومي جراحي څخه د اورتوپيدي او عصبي جراحي څانګو جلا کول به د طبي خدماتو پر کيفيت او ناروغانو ته د ډاکترنو له لوري پر وخت او ژر لاسرسي کې مثبته اغېزه ولري او دا اقدام يې د طبابت په برخه کې د ځان بسيا کېدو پر لور د پرمختګ يو ګام وګڼلو.

غونډه کې د تدريسي روغتون رئيس پوهنوال ډاکتر همايون چهارديوال وويل، د چارو د ښه تنظيم ، ناروغانو ته د پراخه معياري او باوري خدماتو ترسره کولو او محصلينو ته په جلا او ارامه فضا کې د زده کړو مطمئين چاپيريال برابرولو په موخه يې د اورتوپيدي او عصبي جراحي څانګې له عمومي جراحي څخه جلا کړې.

د تدريسي روغتون د رئيس په وينا، د اورتوپيدي او عصبي جراحي څانګو لپاره يې دا ودانۍ د (ICRC) په مالي ملاتړ د شاوخوا ۷۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت بیا ورغوله.

پوهنوال ډاکتر همايون چهارديوال وويل ، راتلونکي کې پلان لري چې د دولت او مؤسساتو مالي ملاتړ او مرسته د نسائي ولادي عمليات خونې او (ICU) ، د نسائي ولادي لپاره وړکتون ، جراحي څانګه ، د نويو زېږېدلو کوچنيانو څانګه ، د روغتون په کچه يو کتابتون ، دوبي خانه ، د اسنادو لپاره ارشيف ، Endourology او Incinerator په اساسي ډول جوړولو تر څنګ به لابراتوار کې د الکترولايتونو او هارموني معايناتو خدمات برابر کړي.