د ننګرهار والي د پاکستان هېواد کونسل سره وليدل

د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل د دفتر رئيس قاری برهان الله فاروقي او د بهرنیو چارو رئیس په حضور کې په دې ولایت کې د پاکستان هېواد کونسل عابدالله سره ولیدل. د دې لیدنې پر مهال د ویزو د ورکړې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کېدو، تورخم ښارګوټې کې دواړو […]

د ننګرهار والي مولوي محمد داود مزمل د دفتر رئيس قاری برهان الله فاروقي او د بهرنیو چارو رئیس په حضور کې په دې ولایت کې د پاکستان هېواد کونسل عابدالله سره ولیدل.

د دې لیدنې پر مهال د ویزو د ورکړې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کېدو، تورخم ښارګوټې کې دواړو لورو مسافرینو او سوداګرو ته د سهولتونو برابریدو، جلال اباد ـ تورخم پاتې سړک د چارو ارزونې پیل کېدو، پښتورګو روغتون کې د ترميم، او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

په دې ناسته کې په يو شمېر نورو ديپلوماتيکو اړيکو خبرې اترې او د دوه اړخيزو همکاريو هوکړه وشوه.

۵/۲/۱۴۴۳