نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د ننګرهار ولايت نوي امنيه قوماندان شیخ الحديث مولوي نداء محمد نديم د امنيه قوماندانۍ له اړوندو منسوبینو سره په خپله لومړنۍ ناسته کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې ټول منسوبین کولای شي خپلو دندو ته حاضر شي او د ننګرهار د قدرمنو ولسونو د خدمت لپاره په پوره اخلاص کار وکړي. نوموړي د امنيه […]
د ننګرهار ولايت نوي امنيه قوماندان شیخ الحديث مولوي نداء محمد نديم د امنيه قوماندانۍ له اړوندو منسوبینو سره په خپله لومړنۍ ناسته کې هغوی ته ډاډ ورکړ چې ټول منسوبین کولای شي خپلو دندو ته حاضر شي او د ننګرهار د قدرمنو ولسونو د خدمت لپاره په پوره اخلاص کار وکړي. نوموړي د امنيه قوماندانۍ د ټولو برخو او اداراتو د بيا فعالولو ژمنه وکړه او د هرې ادارې اړوندو مامورينو ته يې سپارښتنه وکړه چې اسلامي امارت سره په صداقت کار وکړي او په چارو کې له هر ډول غفلت، فساد او درغلۍ څخه ځان وساتي. د ناستې په پای کې امنيه قوماندان له خپل اړخه منسوبینو ته د هراړخيز ملاتړ ډاډ ورکړ او دوی ته يې هدايت وکړ چې هره اداره دې د خپلو چارو د بشپړ فعاليت لپاره د ضرورتونو نوملړ او منظم پلان د امنيه قوماندانۍ مقام ته وسپاري.
۶/۳/۱۴۴۳
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.