کندهار : د نظام ټولي چاري په داخلي عوایدو رواني دي، نو د ټولو ادارو رئیسان دي خپلو عوایدو ته بشپړه توجه وکړي

  یادي څرګندوني مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک د دوشنبې په ورځ ماپښین ولایت مقام کي د کندهار د مستوفیت ریاست د رئيس مولوي عبدالحبیب افغاني په سکرتریت جوړه سوې غونډه کي وکړې، چي پرمهال یې د کندهار د ۲۶ هغه ادارو مسئولنیو حضور درلود، چي عایداتي دي. په پيل کي د مستوفیت رئیس مولوي […]

 

یادي څرګندوني مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک د دوشنبې په ورځ ماپښین ولایت مقام کي د کندهار د مستوفیت ریاست د رئيس مولوي عبدالحبیب افغاني په سکرتریت جوړه سوې غونډه کي وکړې، چي پرمهال یې د کندهار د ۲۶ هغه ادارو مسئولنیو حضور درلود، چي عایداتي دي.

په پيل کي د مستوفیت رئیس مولوي عبدالحبیب په خپلو خبرو کي وویل، داچي کندهار د لومړی درجه ولایتونو په کتار کي دی او د هیواد په کچه ستراتیژیک او مهم سوداګریز مرکز دی، چي په خبره یې همدا ارزښت ساتل یې زیات کار ته اړتیا لري؛ نو اړتیا داده، ترڅو د ا،ا،امارت په راتګ سره ټول مسئولین عامو خلګو ته د زیات کار کولو زهنیت ورکړي او د ټولني فرد ـ فرد دې اړ کړي، ترڅو خپل کار ته پوره ژمن اوسي.

مولوي عبدالحبیب افغاني زیاته کړه، د هر هیواد لپاره عواید او مصارف حیاتي ارزښت لري، چي په خبره یې هیڅ دولت له عوایدو پرته خپلي اساسي دندي نسي ترسره کولای، چي په خبره یې د ننۍ غونډي څخه یې موخه داده، ترڅو عایداتي ادارې خپلو عوایدو ته بشپړه توجه ولري او د اُصولو سره سم یې د مستوفیت له لاري بانک ته ولېږي.

وروسته د کندهار په مستوفیت ریاست کي د غیري مالیاتي عوایدو عمومي مدیر توریالي کامران غونډه کي وویل، د مالیې وزارت له لوري هرکال د هیواد ټولو ولایتونو ته د عوایدو ټاکلی هدف ورکول کیږي، ترڅو عواید راټول کړل سي، چي په خبره یې ددې وزارت له لوري د کندهار مستوفیت ته د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره «۱۶۷۲» میلیونه افغانۍ هدف ورکول سوی، چي د کندهار مستوفیت اړ دی، ترڅو دا هدف د عواید لرونکو ریاستونو په مټ یې د مالي کال په پای کښي پوره کړي.

وروسته د راغلیو ټولو ریاستونو او ادارو رئیسانو په نوبتي شکل د خپلو عوایدو، د عوایدو پر وړاندي یې د ستونزو او لاسته‌راوړنو په اړه غونډي ته معلومات وړاندي کړل او د مستوفیت له مسئولینو څخه یې غوښتنه وکړه، ترڅو د عوایدو ټاکل سوی هدف وار له مخي د ادارو له مسئولینو سره شریکوي، چي اړونده اداره یې د پوره کېدو وړتیا لري او کنه.

د دوی ټولو تر خبرو اورېدو وروسته د کندهار ولایت مقام مرستیال مولوي حیات‌الله مبارک لومړی د ادارو راغلیو مسئولینو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي یې وویل، د ا،ا،امارت اوس خورا په یوه مهم پړاو کي شتون لري، چي په خبره یې ټولي چاري یې د بهرنیو مرستو پرته په خپلو داخلي عوایدو سره مخته ځي.

مولوي حیات‌الله مبارک زیاته کړه، چي د نظام او ټولني د پرمختګ او ظرفیت لوړوني په برخه کي داخلي عواید خورا مهم رول لري، چي پرټولو عواید لرونکو ادارو یې ږغ وکړ، ترڅو ټول باید خپلو عوایدو ته په بشپړه توګه توجه وکړي.

مرستیال والي د خپلو خبرو په وروستیو کي د راغلیو ادارو ټولو مسئولینو ته د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

دوشنبه: ۱۳۴۳/۵/۲۳