نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د نادعلي ولسوالۍ مسؤلینو دیادي ولسوالۍ د ښوونځیو له ښوونکو، زده کوونکو او مسؤلینو سره غونډه وکړه: نن د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ دولتي مسؤلینو ددغه ولسوالۍ د ښوونځیو د نظارت او ددوی د ستونزو د اورېدو په موخه له زده کوونکو، ښوونکو او د ښوونځیو له مسؤلینو سره غونډه وکړل. په […]
د نادعلي ولسوالۍ مسؤلینو دیادي ولسوالۍ د ښوونځیو له ښوونکو، زده کوونکو او مسؤلینو سره غونډه وکړه:
نن د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ دولتي مسؤلینو ددغه ولسوالۍ د ښوونځیو د نظارت او ددوی د ستونزو د اورېدو په موخه له زده کوونکو، ښوونکو او د ښوونځیو له مسؤلینو سره غونډه وکړل.
په دغه غونډه کي د نادعلي ولسوالۍ د ولسوال ترڅنګ، د امربالمعروف استازي، د استخباراتو مسؤل، د فقهي مجالسو استازي، د نظارت استازي او ګڼو نورو مسؤلینو هم ګډون درلود.
دغه مسؤلینو پخپلو ویناوو کي له زده کوونکو وغوښتل چي خپلو درسونو ته دوام ورکړي، د علم په زده کړه کي له یو بل سره سیالي وکړي ترڅو په راتلونکي کي د خپل دین، هیواد او خلګو خدمت وکړي.
همداراز په دغه غونډه کي د ښوونځیو له مسؤلینو، ښوونکو او زده کوونکو څخه ددوی د ښوونځیو او زده کړه ییز بهیر په وړاندي د شته ستونرو او غوښتنو په اړه پوښتني وسوې.
د ښوونځیو مسؤلینو خپلي ټولي ستونزي او غوښتني له یادو مسؤلینو سره شریکي کړې او له دوی یې هیله وکړه چي ستونزي او غوښتني یې تر اړونده ادارو پوري ورسوي.
د غونډي په پای کي د یادو مسؤلینو له لوري د ښوونځیو مسؤلینو ته د هر ډول مرستي ډاډ ورکړل سو او ژمنه یې وکړه چي ددوی مشکلات به تر لوړپوړو مسؤلینو پوري رسوي.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۴ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.