د نادعلي ولسوالۍ مربوط د چانجیر ګېټ سیمه کې درې تنه ژوبل سوه:

هلمند: نن مازدیګر شاوخوا شپږ بجې د نادعلي ولسوالۍ مربوط د چانجیر په ګېټ کې درې تنه طالب العلمان د ماین دچاودني له امله ژوبل سوه. د باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چې په یاده پېښه کې د یوه تن دواړه لاسونه پرې سوي او دوه تنه نور سرسري زخمي سوي دي. د یادولو ده […]

هلمند:

نن مازدیګر شاوخوا شپږ بجې د نادعلي ولسوالۍ مربوط د چانجیر په ګېټ کې درې تنه طالب العلمان د ماین دچاودني له امله ژوبل سوه.
د باختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چې په یاده پېښه کې د یوه تن دواړه لاسونه پرې سوي او دوه تنه نور سرسري زخمي سوي دي.
د یادولو ده چې د چانجیر ګېټ سیمه په تېرو څو کلونو کې د سختو جګړو شاهده وه،چې پر مهال یې یاده سیمه کې زیات تعداد ماینونه هم ځای په ځای سوي وه.
چې یا د جګړو پر مهال پټاو سوي او یا وروسته د مجاهدینو له خوا ایستل سوي او یوه اندازه یې ممکن اوس هم پاته وي.

نېټه:/۱۴۴۳/۶/۲۴ هــ ق