نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د میلمه پالنې، پوهې، عزت او شریفو میړنو ټاټوبې فراه ته د افغانستان مجاهد ولس، د یوې درنې، پتمنې، دیندارې او اسلام پالې کورنۍ غړی او د افغانستان اسلامي امارت، ده انقلاب دستوري ستر سالار مولوي جلال الدین، حقاني رحیمه الله تعالی زوی اوده فیدایانو ده رهبراتل اوقهرمان شهید حافظ بدرالدین حقاني تقبله […]
نن د میلمه پالنې، پوهې، عزت او شریفو میړنو ټاټوبې فراه ته د افغانستان مجاهد ولس، د یوې درنې، پتمنې، دیندارې او اسلام پالې کورنۍ غړی او د افغانستان اسلامي امارت، ده انقلاب دستوري ستر سالار مولوي جلال الدین، حقاني رحیمه الله تعالی زوی اوده فیدایانو ده رهبراتل اوقهرمان شهید حافظ بدرالدین حقاني تقبله الله ورور ښاغلي انس “حقاني” صاحب راتګ او د دې ولایت د ګڼو مجاهدینو او مخورو څېرو تود هرکلی.
د افغانستان د سرښندونکو، مجاهدینو او قرباني ورکونکو له ډلې یو تن زړور، د زیاتې قربانې او شهیدانو ورکونکی شخصیت ښاغلی انس “حقاني”، چې د هیواد په کچه یې بیلا بېلو سیمو ته ګڼ سفرونه تر سره کړي، دا ځل د خپلو سفرونو په لړ کې فراه ولایت ته راورسیدی له ده سره په دي سفر کې د فراه ولایت والي ښاغلي روحاني صاحب، د امنیه قوماندانۍ د قوماندان الحاج ملانعمت الله معصوم صاحب په ګډون د سیمه یېزې اداري ګڼو ملکي او نظامي امنیتي مسؤلینو، پر دین، هیواد او اسلام مینو مجاهدینو ولیدل.
ښاغلي “حقاني” په بیلا بېلو لیدنو کې د مجاهدینو د قربانیو، هیواد پالنې، رښتېنولۍ او د شل کلن یرغل پر وړاندې د دې مظلوم ولس د شهیدانو تر سر تیریدنو او د دوی د کورنیو د بې سارو زحمتونو ستاینه وکړه، ده له ټولو هغو کسانو څخه چې په شل کلن جهاد کې یې په مستقیمه یا غیری مستقیمه توګه ونډه اخیستې وه، د زړه له کومې مننه وکړه او ویې ویل، چې دا ستاسو د وینو او زحمتونو برکت وه، چې نن موږ، زموږ هیواد او د دې هیواد هر وګړی د یو سوکاله ژوند او ازادۍ څښتنان یو.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.