نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د میرویس نیکه لوړو زدهکړو موسسه، چي د طب، اقتصاد او حقوقو په برخه کي پوهنځي لري، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي څخه یې ۲۰۰ تنه چي ۱۲ تنې یې نجونې وې فارغ شول د یادو محصلینو د فراغت په موخه د شنبې په ورځ د کندهار په یوه خصوصي سالون کښي خاص […]
د میرویس نیکه لوړو زدهکړو موسسه، چي د طب، اقتصاد او حقوقو په برخه کي پوهنځي لري، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي څخه یې ۲۰۰ تنه چي ۱۲ تنې یې نجونې وې فارغ شول
د یادو محصلینو د فراغت په موخه د شنبې په ورځ د کندهار په یوه خصوصي سالون کښي خاص مراسم ترتیب سوي وه، چي په یادو مراسمو کي د کندهار ولایت مقام د دفتر رئيس مولوي محبالله، په سویلي حوزه کي د لوړو زدهکړو مسئول محمد ناصر نېکزاد، د میرویس نیکه لوړو زدهکړو موسسې اُستادانو، فارغو محصلینو او د فارغو محصلینو د کورنیو ګڼ شمېر غړیو حضور درلود.
د یادو مراسمو په پيل کي د میرویس نیکه لوړو زدهکړو موسسې مشر نقیبالله افغان په خپلو خبرو کي لومړی فارغو محصلینو ته مبارکي وویله او ورڅخه یې وغوښتل، ترڅو نورو زدهکړو ته هم دوام ورکړي او د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچي پوري لوړي زدهکړي وکړي؛ ځکه دا هیواد لوستو ځوانانو ته په هره برخه کي زیاته اړتیا لري.
وروسته مراسمو کي د سویلي حوزې د لوړو زدهکړو مسئول محمدناصر نېکزاد هم د یادو محصلینو پر فراغت خوښي وښودله او دا یې په علمي او مسلکي ډګر کي د هیواد لپاره یو لوی پرمختګ وباله او په خپلو خبرو کي یې فارغو محصلینو ته ډاډ وړاندي کړ، چي د ا،ا،امارت مشرتابه ژمن دي، چي مسلکي کسانو ته په دولتي ادارو کي د کار زمینه برابره کړي.
همدا راز غونډه کي د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محبالله د میرویس نیکه لوړو زدهکړو موسسې له مشرانو څخه مننه وکړه، چي د دولتي پوهنتون ترڅنګ یې ځوانانو ته د لوړو زدهکړو زمینه برابره کړې او په خپلو خبرو کي یې وویل، ولایتي اداره پوره هڅه کوي، ترڅو په ټولو ادارو کي وړ کسان په کار وګماري.
د مراسمو په وروستیو کي د فارغو محصلینو په استازیتوب نوراحمد غالب او محمود مدثر لومړی د میرویس نیکه لوړو زدهکړو موسسې له ټول اداري پرسونل او اُستادانو څخه ځانګړې مننه وکړه، چي څلور کلونه یې د مسلکیتوب په برخه کي ورسره پوره هڅي وکړې او په خپلو خبرو کي یې ډاډ وړاندي کړ، که چیري ورته د کار زمینه برابره سي، نو په پوره ایماندارۍ به یې مخته یوسي.
د مراسمو په وروستیو کي ټولو فارغو محصلینو ته ډیپلومونه ورکول سول.
شنبه: ۱۴۰۰/۹/۶
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.