نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
زابل: روح الله مشال چې تر ماسټري کچې پوري زدکړې لري نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د رئیس الوزرا د فرمان پر اساس د زابل میرویس خان نیکه د لوړو زدکړو موسیسې د رئیس په توګه معرفي شو چې پر مهال یی د مرکز څخه راغلی پلاوی، د پوهنې رئیس […]
زابل:
روح الله مشال چې تر ماسټري کچې پوري زدکړې لري نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د رئیس الوزرا د فرمان پر اساس د زابل میرویس خان نیکه د لوړو زدکړو موسیسې د رئیس په توګه معرفي شو چې پر مهال یی د مرکز څخه راغلی پلاوی، د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، پخوانی رئیس رحمت الله کاکړ، د رادیو تلویزیون آمر، استادانو او محصلینو برخه لرله.
د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت نوي رئیس ته د مبارکۍ تر څنګ وغوښتل چې په پوره همغږي دې خپل کارونه مخته وړي، په خبره يې ټول په یو ځای د ولس خدمت کوو، تر څو د هیڅ چا منفي تبلیغ زموږ د کړنو مخنیوی ونکړي او هیڅوک مو په منځ کې بې اتفاقي رانه ولي.
د مرکز څخه د راغلي پلاوي په مشرۍ د تعلیم او تربیې رئیس ښاغلي محمد داود حقاني د پخواني رئیس رحمت الله کاکړ څخه مننه وکړه چې تر دې دمه يې د زابلي ولسونو خدمت کړی او دده د کړنو ستاینه يې وکړه.
نوموړي له ټولو او خصوصاً له نوي رئیس څخه غوښتنه وکړه چې ورکړل شوی مسؤلیت په ښه توګه تر سره کړي ځکه چې دا ټولنه تاسې ته اړتیا لري.
د پوهنتون پخواني رئیس رحمت الله کاکړ دا يوه پر ځای پریکړ وبلله او د مسولینو له دې پریکړې خوښ دی چې یاد ریاست ته یې وړ کس ټاکلی دی، هغه زیاته کړه دا لومړی ځل دی چې د زابل د لوړو زدکړو مؤسیسې ته د ماسترۍ په کچه یو څوک د رئیس په توګه ورمعرفي کیږي.
نوي رئیس روح الله مشال لومړی له مسؤلینو څخه مننه وکړه چې په ده یې باور او اعتماد وکړ او دی يې د دې کار لپاره وړ وباله، نوموړي وویل دا چې مسؤلیت هر وخت دروند وي خو دی به د خپلو نورو همکارانو په مټ خپل توان ونسپموي او کوښښ به کوي تر څو د تعلیم په برخه کې زابلیانو ته پوره خدمات وړاندې کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.