نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د میانمار عدالت پر آنګ سان سوچي له دې امله د ۴ کلونو د قید سزا واوروله چې نوموړې د پوځ پر ضد خلک هڅول او د کرونا له قوانینو څخه یې سرغړونه کوله، د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، آنګ سان سوچي ته د ۵۰۵ (بي) برخې لاندې دوه کاله او همدا […]
د میانمار عدالت پر آنګ سان سوچي له دې امله د ۴ کلونو د قید سزا واوروله چې نوموړې د پوځ پر ضد خلک هڅول او د کرونا له قوانینو څخه یې سرغړونه کوله، د نړیوالو خبري رسنیو د راپورونو له مخې، آنګ سان سوچي ته د ۵۰۵ (بي) برخې لاندې دوه کاله او همدا راز د قدرتي افتونو قانون لاندې دوه کاله سزا واورول شوه.
د یادونې وړ ده چې ۷۶ کلنه آنګ سان سوچې له هغه وخته را په دېخوا په قید کې ده، چې پر حکومت یې پوځ کودتا وکړه، سوچي ته د قید ورکولو سزا په اړه په ځانګړې پوځي محکمه کې خبریالان د قضیې له پوښښ څخه منع شوي او په دې وروستیو کې د آنګ سان سوچي وکیلان هم نشي کولی خبریالانو سره مرکې وکړي.
آنګ سان سوچي د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ د خپل حکومت او اقتدار په مرحله کې د روهینګیایي مسلمانانو قتل عام وکړ چې وروسته د میانمار حکومت په نړیواله کچه تر سختو تنقیداتو لاندې راغی او همغه و چې له نوموړې د امن د نوبل جائزه هم بېرته واخیستل شوه.
د تازه تر لاسه شویو راپورونو له مخې، برتانیې د میانمار د لیرې کړای شوې مشرې آنګ سان سوچي سزا غندلې، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز سټراس ویلي، د سوچي سزا د میانمار د پوځ د خپلواکۍ او ډیموکراسۍ پر ضد یو ناوړه ګام دی.
د بهرنیو چارو وزیرې لیز سټراس وايي، د منتخبو سیاستوالو په زوره نیول په هېواد کې ناکراري زیاتوي، نوموړې همدا راز ویلي، د میانمار پوځ ته په کار ده چې بندیان کړی شوي ساسیون خوشې او ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.