نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند د شمالي ولسواليو لپاره ولايت مقام لخوا ټاکل سوي پلاوي په موسی کلا ولسوالۍ کي د عمومي وضعیت څېړنه او ارزونه وکړه. دغه پلاوی چي په رأس کي يې د ولايت مقام استازی محترم محسن حاجي مولوي صاحب قرار لري او په جوړښت کي يې د یوشمېر نورو رياستونو لکه؛ امنیه قوماندانۍ، استخباراتو […]
د هلمند د شمالي ولسواليو لپاره ولايت مقام لخوا ټاکل سوي پلاوي په موسی کلا ولسوالۍ کي د عمومي وضعیت څېړنه او ارزونه وکړه. دغه پلاوی چي په رأس کي يې د ولايت مقام استازی محترم محسن حاجي مولوي صاحب قرار لري او په جوړښت کي يې د یوشمېر نورو رياستونو لکه؛ امنیه قوماندانۍ، استخباراتو ، مرافعه محکمې، اطلاعاتو او فرهنګ، معارف، زراعت، عامي روغتیا، ښاروالۍ او محابسو ادارې استازي هم ګډون لري دتیرو دوو ورځو په جریان کي یې د موسی کلا ولسوالۍ دعمومي وضعیت د څېړني او ارزوني چاري ترسره کړې.
دغه هئیت لخوا لومړی د يادي ولسوالۍ اړوند محبس کي له بنديانو سره دهغوی د بندي کېدو د لاملونو او د هغوی سره دمحبس د مسؤلینو دچال چلند په هکله بحث او خبري وسوې او ورپسې یې د ولسوالۍ اړوند محکمې و قاضیانو ته د زندانیانو د دوسیو د پروخت څيړني او ټولو قضایاؤ کي د عادلانه پرېکړو سپارښتنه وکړه. همدا ډول دغه پلاوي د یادي ولسوالۍ د بېلابیلو سیمو، د علماء کرامو او قومي مشرانو سره د مجلسونو پر مهال په دغه ولسوالۍ کي پر ګڼ شمېر موضوعاتو لکه؛ امنیت، روغتیا، پوهني او نورو ټولنیزو مسایلو اړوند مفصل بحث اوخبري وکړې او دهغوی ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه یې واورېدل. دغه ډول ددیني عالمانو او ځایي اوسېدونکو دغوښتونو او وړاندیزونو داجراء په اړه د پلاوي له لوري د ځایي مسؤلینو سره مجلس ترسره سو او د خلکو هغه ستونزی او غوښتنی چي د ولسوالۍ د ادارې سره یې تړاو درلود هم هلته ورته رسېده ګي وسوه او پاته یوشمېر هغه مسایل چي د ولایتي او مرکزي ادارې په صلاحیت کي دي د حل په موخه به له یادو ادارو سره شریکي سي. دهیئت لخوا د ولایت مقام د هدایت سره سم د ولسوالۍ مسؤلینو ته سپارښتنه وسوه، چي ټولو نظامي مسؤلینو او مجاهدینو ته دمشرانو او شیخانو علماء کرامو په واسطه درې ورځنی سیمینار جوړ او ورته اصلاحي بیانونه وسي. همدارنګه د هيئت دمشرتابه محسن حاجي مولوي صاحب لخوا د موسی کلا ولسوالۍ اړوند ټولو نظامي مسؤلینو او د حوزو مشرانو ته د ولایت مقام هدایات او سپارښتني ورسول سوې، چي مجاهدین باید دخپلو أمراو اطاعت وکړي په خپل منځ کي یووالی او همږغي وساتي، دامنیت دلا ټینګښت لپاره په پوره اخلاص خپل مسؤلیت اداکړي همداراز؛ د عامو خلګو سره نېک چلند وکړي او پر خپل ځورېدلي ولس ترحُم اوشفقت وکړي. دغه راز محترم مولوي صاحب دصفوفو دتصفیې کمېسیون دطرزالعمل په نهمه ماده کي راغلي موارد په وضاحت سره، مجاهدینو ته تشرېح کړه او د هغوی څخه یې د عملي کولو جدي غوښتنه وکړه. یاد پلاوي د خپل سفر په دوهمه ورځ: د نسیمیه مدرسې او دارالاحادیث د نوي جوړېدونکي ودانۍ او همدارنګه د موسی کلا ولسوالۍ د ډي ایچ روغتیایي مرکز څخه هم لیدنه وکړه او هلته یې د مسؤلینو سره دهغوی د فعالیتونو او اړتیاوو په اړه خبري وکړې او د ولایت مقام په استازیتوب یې دهمکارۍ ډاډ ورکړ.
دیادوني وړ ده چي دغه هیئت هغه حقوقي دعوې چي له ډېره وخته یې جریان درلود هم وڅېړلي او دحل په موخه یې له اړوند ارګانو سره شریکي کړې.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۱۳ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.