د مهاجرینو د راستنیدو لپاره ذ جوړ شوي عالي کمیسیون د نن ورځې مختصر کاري راپور

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۱ تورخم: ۲ ــ ترانسپورتي کمیټې تیره شپه له طورخم څخه ۱۰۰۰ زر کورنۍ بیلابیلو ولایتونو ته انتقال کړې. ۳ د ترانسپورتي کمیټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت د تحرکاتو لوا اړوند ۱۰۰ عرادې لوی نقلیه وسائط د تورخم په عبوري ګذرګاه کې د هغو مهاجرینو لپاره په خدمت […]

الاماره: ۱۴۴۵ ربیع الثاني ۲۱

تورخم:

۲ ــ ترانسپورتي کمیټې تیره شپه له طورخم څخه ۱۰۰۰ زر کورنۍ بیلابیلو ولایتونو ته انتقال کړې.

۳ د ترانسپورتي کمیټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت د تحرکاتو لوا اړوند ۱۰۰ عرادې لوی نقلیه وسائط د تورخم په عبوري ګذرګاه کې د هغو مهاجرینو لپاره په خدمت بوخت دي، چې تازه تر خط را اوړي او دغه موټر یې موقتي کمپونو ته انتقالوي.

۴ ـــ ترانسپورتي کمیټې نن ورځ ۱۷۰۰ کورنۍ د هیواد بیلابیلو ولایتونو ته انتقال کړې دي، چې په دې کې ۱۰۷۰ په خپلو کرایه کړیو موټرو کې تللي او ۶۳۰ کورنۍ د دفاع وزارت په وسائطو کې انتقال شوې دي.

۵ ـــ د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټې په تورخم کې په تیرو ۲۱ ساعتونو کې ۴۶۱۴ کورنۍ ثبت او بائیو مټریک کړې دي، چې د نفرو شمیر یې د ۳۵۰۰۰ پنځه دیرش زره په حدودو کې دی.
۶ ــ نن ورځ د تورخم له لارې ۲۱۰۰ کورنۍ راغلې دي.، چې د افرادو شمیر یې ۱۸۲۰۰ اتلس زره دوه سوه ته رسیږي.

۷ ــ د خدماتي کمیټې به چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ مسئولینو نن په تورخم کې ۷۵۰۰ اوزره پنځه سوه سیمکارتونه په وړیا ډول مهاجرینو ته توزیع کړي دي، چې هرې کورنۍ ته ۳ سیمکارتونه ورکول کیږي.

۸ ـــ د خدماتي کمیټې په چوکات کې مشترکو صحي ټیمونو د تورخم په تور پلازا او لعلپورې ولسوالۍ په موقتي کمپونو کې ۸۲۴۰ تنه بیرته راستانه شويو مهاجرینو مریضانو تداوي کړي ده.

۹ ـــ د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمیټې په تورخم کې نن ورځ ۱۵۰ ورک شوي ماشومان پیدا کړي او خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

۱۰ ـــ په تورخم کې تر اوسه له ګذرګاه سره نژدې او په موقتي کمپونو کې ۵۳ ماشومان زیږدلي دي.

۱۱ ـــ په تورخم کې د بائیومټریک او ثبت شویو ښځو له جملې ۳۵ فیصده یې حمل درلودونکې دي.

۱۲ ـــ په تورخم کې د ثبت او بائیو مټریک شویو کورنیو څخه د اته فیصده کورنیو سرپرستان په پاکستان کې بندیان دي.

۱۳ ـــ دمساجدو او زده کړو د تنظیم کميټې نن دتورخم په موقتي کمپو نو کې درې ځایونه دمسجدونو لپاره تعیین او په جماعت سره د لمانځه په اداء کولو سره یې افتتاح کړل.

۱۴ ـــ خدماتي کمېټې په تورخم کې نن غرمه هم او نن ماښام هم له څلویښت زره څخه زیاتو کسانو ته غذا او خواړه توزیع کړي.

۱۵ ـــ مهاجرینو ته د جلب او جذب کمیټې مسئولینو له WFP/ IOM /UNHCR/OCHA) مؤسسو له مسئولینو سره ملاقاتونه ترسره کړل.
د یادې کمیټې مسئولینو له یادو موسسو وغوښتل چې خپل فعالیتونه سریع او ګړندي کړي، د ظرفیتونو په وسعت سره همکاري زیاته کړي.
د ملل متحد د مهاجرت دفتر IOM وعده وکړه، چې سبا به ۲۰، بله ورځ به ۱۰ او دریمه ورځ به ۲۶ نفره پرسونل اضافه کړي او د ثبت مقدار به په تورخم کې ۳۳۷۵ کورنیو ته پورته کړي او په سپین بولدک کې به یې هم په ورځ کې ۱۰۰۰ کورنیو ته ارتقا ورکړي.
د UNHCR مسئولینو هم وویل چې باید په ګذرګاوو کې معلومات دقیق شي او بیا په ولایتونو کې د ثبت لړۍ پیل شي، تر څو د ازدحام مخه و نیول شي.
د UNHCR مسئولینو وویل چې له پاکستاني مسئولینو یې غوښتي دي، چې له تورخم او سپین بولدک ماسوا دې په نورو غیر رسمي او فرعي لارو د مهاجرینو اخراج نه کوي.
او د WFP مسئولینو هم د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به خپل ظرفیتونه پراخ کړي او ویې ویل چې پر دې هم کار کوي، چې د غذایي موادو په عوض مهاجرینو ته نقدې پسې ورکړي، دغه رازیې وویل چې په سپین بولدک کې د مهاجرینو لپاره د یو نوي مرکز به جوړولو هم غور کوي.

۱۶ ـــ مهاجرینو ته د جلب او جذب کمیټې مسئولینو په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره هم ملاقات ترسره کړ او د راستنیدونکو مهاجرینو سره د مرستې او کمک په اړه یې ورسره بحث وکړ.
د ترکیې سفیر ډاډ ورکړ، چې د ریل په وسیله دمرستو یو محموله د هرات زلزله ځپلو او له پاکستان او ایران څخه د راستنیدونکو مهاجرینو سره د مرستو لپاره رالیږي، چې په دې کې ۲۰۰۰۰ شل زره خیمې دي، چې د مرستې په توګه به یې وسپاري.

۱۷ ـــ همدارنګه مهاجرینو ته د جلب او جذب کمیټې مسئولینو نن د ۳۵۰ داخلي او ۲۰ خارجي موسسو له مسئولینو سره ناسته وکړه او هغوی یې وهڅول، تر څو په دې مقطع زماني کې د کمکونو د انسجام او بهبود په برخه کې همکاري وشي.
د مجلس په جریان کې یوې موسسې د ۴۰ زره ډالرو مرستې وعده وکړه او نورو هم د همکاریو ژمنې وکړې.

۱۸ ـــ مهاجرینو ته د کمکونو د جلب او جذب مسئولینو همدرانګه نن د جاپان له سفیر سره هم وکتل او د افغان مهاجرینو د اجباري اخراج او په دې برخه موجودو ستونزو په اړه یې معلومات ورسره شریک کړل.
د جاپان سفیر هم ژمنه وکړه، چې د مهاجرینو د ستونزو په اړه به هڅه وکړي، ترڅو د ملل متحد توجه را واړوي او په نژدې ورځو کې جاپان ته ځي او هلته به هم د افغان مهاجرینو د ستونزو او له دوی سره دمرستو په اړه له خپلو مشرانو سره مسائل شریک کړي.

سپین بولدک

۱۹ ـــ د اسکان موقت کمیټې نن په سپین بولدک ګذرګاه ته نژدې سیمه کې ۴۰ بابه سیار تشنابونه نصب کړل او د څښاک اوبو لپاره یې د یوې حلقې ژورې څاه د حفر کولو کار پیل کړ.

۲۰ ـــ د اسکان موقت کمیټې نن د سپین بولدک په بازار کې د لیسې په کمپ کې هم ۴۰ بابه سیار تشنابونه نصب کړل او د څښاک اوبو لپاره یې د یوې حلقې ژورې څاه د حفر کولو کار پیل کړ.

۲۱ ــ د مساجدو او زده کړو د تنظيم کميټې مسئولینو د اذهانو د تنوير په هدف په سپین بولدک کې هم له راستانه شویو مهاجرینو سره غونډې جوړې کړې، د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې واوریدل.
او هغوی ته يې د صبر او زغم د توصیو ترڅنګ د امکاناتو په محدوده کې د مشکلاتو د حل ډاډ ورکړ.

۲۲ ــ نن په سپین بولدک کې له لس زره څخه زیاتو مهاجرینو ته د تجارانو او ځایي خلکو لخوا څخه خواړه توزیع شول.

۲۳ ــ ترانسپورتي کمیټې د نن ورځې به جریان کې له سپین بولدک څخه ۳۰۷ کورنۍ، چې د نفرو شمیر یې ۲۱۳۸ نفره وو، د هیواد بیلابیلو ولایتونو (اروزګان، کندهار، هلمند، فراه، هرات، سرپل، زابل، غزني، کابل، پکتیکا او بغلان) ته د ۶۱ عرادو نقلیه وسائطو په وسیله انتقال کړې.

اســـلام قلعه

۲۴ــ د مساجدو اوتعلیم د تظیم کمیټې په اسلام قلعه کې له ایران سره د سرحد په صفري نقطه کې له راستنیدونکو مهاجرینو سره ولیدل او د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واوریدې او د هغوی وضعیت یې وارزاوه.
د دغې کمیتې مسئولینو همدارنګه په هرات کې د موقتي میشتیدنې کمیټې له غړي او عامې روغتیا وزارت له معین محترم محمد حسن غیاثي سره د موقتي کمپ او نورو تسهیلاتو برابرولو په اړه مجلس وکړ.
د مساجدو او تعلیم د تنظیم کمیټې فعالیتونه اوس مهال په طورخم، سپین بولدک او اسلام قلعه کې عملا روان دي.

۲۵ ــ نن د اسلام قلعه له لارې له ایران څخه ۷۹ کورنۍ چې د نفرو شمیر یې ۲۴۹ نفره کیږي او ۲۴۶۱ نفره مجردین هیواد ته راستانه شوي دي.

۲۶ ـــ د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن آخند د حکم پر اساس په بهرنیو هیوادونو کې د افغان مهاجرینو د (مدني، فامیلي او خصوصي) حقونو د دفاع په هدف د حقوق پوهانو یوه متخصصه کمیټه تعیین شوه.
یاده کمیټه چې د عدلیې وزارت د قانونګذارۍ چارو عمومي ریاست د مرستیال په سرپرستي جوړه شوې، په بهرنیو هیوادونو کې د افغان مهاجرینو د حقوقو او ملکیتونو څخه د دفاع په برخه کې قانوني او حقوقي لارې چارې لټوي.

۲۷ ـــ د سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د اسانتیاو د تنظیم کمیټې د طرزالعمل د برابرولو په اړه غونډه وکړه.
د یادې کمیټې اعضاوو د دې کمېټې د کړنلارې مسوده بند پر بند تصحیح کړه او ټاکل شوې چې یاده کمېټه په نږدې راتلونکې کې عملاً ګام پورته کړي، چې په وسیله به یې راستنېدونکو صنعت کارانو، سوداګرو او پانګه والو ته د فعالیت برخه کې اسانتیاوې او مناسبه زمینه برابره شي.

۲۸ ـــ د پکتیا ولایت د والي صاحب په رهبري له پاکستان څخه د راستنیدونکو مهاجرینو لپاره هم د همغږې کمیټه جوړه شوه او ولایت امنیه قومندان د یادې کمیټې د مشر په توګه تعیین شو.

۲۹ ــــ نن ورځ په تورخم کې د ثبت او تثبیت کمیټې د تقویت په هدف ۳۰ دیرش کسیزه مسلکي ټیم له کمپیټرونو سره له اداره امور څخه او یو بل دیرش ۳۰ کسیزه مسلکي ټیم له کمپیټرونو سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه تورخم ته ولیږل شول.
دغه راز یو شل ۲۰ کسیزه ټیم له کورنیو چارو وزارت څخه او یو بل شل ۲۰ کسیز ټیم د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت څخه د خدماتي کمیټې د تقویت لپاره ولیږل شو.
همدارنګه ټاکل شوې چې سبا ورځ له انکشاف دهات وزارت څخه هم لس ۱۰ کسیز مسلکي ټیم له کمپیټرونو سره او یو بل لس ۱۰ کسیز مسلکي ټیم له کمپیټرونو سره د استخباراتو له عمومي ریاست څخه د ثبت او تثبیت کمیټې د تقویت په موخه تورخم ته روان شي.

د راستنیدونکو کډوالو د تنظیمه کمیسیون ویاند بلال کریمي