نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن له غرمې مخکي د ولايت مقام د غونډو په تالار کي د ملګرو ملتونو د جنوب غرب حوزې د بشري مرستو د همږغۍ مسؤل سيد عبدالله اغا او ورسره راغلي پلاوي چي په ترکيب کي يې د صحت، بيارغوني، زراعت، پراختيا، ماین پاکۍ، غذايي او غيري غذايي نهادونو مسؤلين هم مل وه د […]
نن له غرمې مخکي د ولايت مقام د غونډو په تالار کي د ملګرو ملتونو د جنوب غرب حوزې د بشري مرستو د همږغۍ مسؤل سيد عبدالله اغا او ورسره راغلي پلاوي چي په ترکيب کي يې د صحت، بيارغوني، زراعت، پراختيا، ماین پاکۍ، غذايي او غيري غذايي نهادونو مسؤلين هم مل وه د یو شمېر سکتوري ادارو د رئيسانو او مسؤلينو سره د همږغۍ غونډه ترسره کړه.
د غونډي په پيل کي د ملګرو ملتونو د جنوب غرب حوزې د بشري مرستو د همږغۍ مسؤل سيد عبدالله اغا د راغلي پلاوي معرفت او د خپل سفر موخه د غونډي ګډونوالو ته واضح کړه، نوموړي وويل: موږ د يوه پلاوي په صفت د ملګرو ملتونو د انکشاف، ماين پاکۍ، خوراک،زراعت، او د نړیوال مهاجرت سازمان د غيري خوراکي توکو د سکتور مسؤلين د دې لپاره هلمند ته راغلي يو ترڅو د هلمند ولايت بشري اوضاع ځانته معلومه کړو چي دلته خلګ په کومه برخه کي بشري مرستو ته اړتيا لري او په خاص ډول د هغه خلګو په اړه چي د وچکالۍ يا وروستيو سېلابونو له امله زيانمن سوي وي د هغوی اړتياوو پوره کولو ته پروخت رسيده ګي وسي.
همدارنګه نوموړي وويل د دې سفر څخه مو بله موخه داده چي د خپلو همکارانو او هغه مرستندويه بنسټونه چي دلته فعاليت لري د هغوی د کارونو او فعاليتونو څخه د نږدې ليدنه وکړو، دغه ډول د دې سفر بله مهمه موخه مو داده ترڅو د ولايتي ادارې د مسؤلينو او په هلمند کي د شته مرستندويه بنسټونو ترمنځ ښه همږغي رامنځته کړو ترڅو د ولايتي ادارې سره په همږغۍ د خلګو د بشري مرستو غوښتنو ته په دقيق ډول پروخت رسيده ګي وسي.
ورپسې دهلمند ولايت اړوند؛ عامي روغتيا، انکشاف دهات، اطلاعاتو او فرهنګ، لښکرګاه ښاروالۍ، زراعت، د طبعي پيښو په وړاندي د مبارزې، د مهاجرينو او بيرته راستنېدونکو چارو،اقتصاد او د هلمند سينديزي حوزې عمومي رياست رئیسانو او مسؤلينو هر يوه پخپل وار سره د همږغۍ په دغه جوړه سوې غونډه کي خبري وکړې، هر يوه د خپل رياست اړوند ستونزي، غوښتني او وړانديزونه شريک کړل.
تردې وروسته د هر مرستندويه بنسټ مسؤلينو د اړونده رياستونو له رئیسانو سره بېلابېل مجلسونه ترسره کړل ترڅو د بشري مرستو د رسوني په برخه کي بشپړه همږغي او چټکتيا رامنځته سي.
د يادوني وړ ده چي د ملګرو ملتونو مسؤلين ډاډ ورکوي چي روان ۲۰۲۲ م کال کي به له افغانستان سره د پخوا په پرتله په لوړه کچه بشري مرستي ترسره سي.
نېټه:۱۴۴۳/۶/۳ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.