د ملګرو ملتونو د بېلابیلو ادارو د بشري چارو د بېړنیو مرستو د مشرانو ګډ پلاوي کندهار ته سفر وکړ او دلته ئې له کندهار والي سره وکتل

د ملګرو ملتونو د بېلابیلو ادارو د بشري چارو د بېړنیو مرستو د مشرانو ګډ پلاوي کندهار ته سفر وکړ او دلته ئې له کندهار والي سره وکتل   د ملګرو ملتونو لوړي پوړي پلاوي، چي مشري ئې په نړیواله کچه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې «OCHA» د عملیاتي څار څانګي […]

د ملګرو ملتونو د بېلابیلو ادارو د بشري چارو د بېړنیو مرستو د مشرانو ګډ پلاوي کندهار ته سفر وکړ او دلته ئې له کندهار والي سره وکتل

 

د ملګرو ملتونو لوړي پوړي پلاوي، چي مشري ئې په نړیواله کچه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې «OCHA» د عملیاتي څار څانګي مشري رینا ګیلاني کوله، کندهار ته سفر وکړ او د دوشنبې په ورځ مخکي تر غرمې ئې له کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا سره په ولایت مقام کښي وکتل، چي پرمهال ئې د کندهار د بهرنیو چارو رئیس مولوي عبدالشکور حقاني او یوشمېر نورو مسئولینو حضور درلود.

 

په نړیواله کچه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې «OCHA» د عملیاتي څانګي مشري رینا ګیلاني په مشرۍ یاد پلاوي کي، په نړیواله کچه د خوړو نړیوال سازمان «WFP» د بېړنیو مرستو مشره مارګوټ وندر ویلډن، په نړیواله کچه د کډوالۍ نړیوال سازمان «IOM» عملیاتي او د بېړنیو مرستو مشر جیف لبوویتز، په نړیواله کچه د غیر دولتي موسساتو د نړیوالي شبکې «ICVA» د بشري چارو د همږغۍ مشر جرمي والارډ، په نړیواله کچه د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې «UNHCR» د بېړنیو مرستو، امنیت او تدارکاتو مشره شوکو شیموزوا اوهاشي، په نړیواله کچه د پاملرني موسسې «CARE» د بشري چارو مرستیاله ډیپمالا مهالا، په نړیواله کچه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «UNICEF» د بېړنیو پروګرامونو مشر منویل فونټین، په نړیواله کچه د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» د بېړنیو مرستو مشر الطاف موسني، په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې «OCHA» عمومي مشره ایزابېل موسارډ کارلسن او په افغانستان کي د بشري مرستو د همږغۍ کوونکي مرستیال فران ایکویزا شامل وه.

 

د لیدني په پيل کښي په نړیواله کچه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې «OCHA» د عملیاتي څار څانګي او د یاد پلاوي مشري رینا ګیلاني او د پلاوي یوشمېر نورو غړیو وویل، دې لوړ رتبه پلاوي ځکه کندهار ته سفر کړی، چي په ښار او ولسوالیو کي د بشري وضعیت د ارزوني ترڅنګ د بیلابیلو چارواکو، د ټولني د مشرانو، متضرره سویو کورنيو او د غیر دولتي موسساتو سره وګوري، ترڅو بشري اړتياوي په نښه او بیا له اړمنو کورنیو سره د لا زیاتو بشري مرستو کولو لپاره د نړیوالو توجو راجلب کړي.

 

وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا ټولو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کي ئې ورڅخه مننه وکړه، چي کندهار کي له اړمنو کورنیو سره د مرستو کولو او نورو خدماتو ترسره کولو په موخه په دومره لویه کچه لوړ رتبه هیئت راغلی او زیاته ئې کړه، په ټول هیواد کي اوس یوه واحد نظام او په بشپړه توګه امنیت ډاډمن دئ او ټولو بهرنیو موسسو ته د کار کولو پوره زمینه برابره ده، چي باید راغلی پلاوی د سیمي ریښتنی حال د بهرنیو هیوادونو او ډونرانو سره شریک کړي، ترڅو ژر تر ژره دلته خپل خدمات پیل او زیات کړي.

 

وروسته کندهار والي د مکاتبو او مدارسو لپاره په ښار او ولسوالیو کي د تعمیرونو جوړولو، برښنا، پاکو اوبو، په لیري پرتو سیمو کي د محلي صنفونو پر جوړښت، د مامورینو او کاري پرسونل لپاره د معاشاتو ورکولو، د میرویس حوزوي روغتون سره د امکاناتو، د مور او ماشوم لپاره ۱۰۰ بستریزه روغتون جوړولو، په پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو کي د کډوالو لپاره د مشخص سویو ښارګوټو په عصري توګه جوړولو او ګڼو نورو برخو کي غوښتني او وړاندیزونه په لیکلې بڼه له راغلي پلاوي سره شریک کړل او ورڅخه ئې وغوښتل، ترڅو په دې برخه کي له ولایتي ادارې سره پوره همکاري وکړي.

 

وروستیو کي راغلي پلاوي ټولو غوښتنو او وړاندیزونو ته د رسیده‌ګي په موخه د هرډول همکاریو ډاډ وړاندي کړ.

 

دوشنبه: ۱۴۴۳/۷/۲۰