نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
هلمند مرکز لښکرګاه ښار کي د ملکه ثُریا نسائي او ولادي ۵۰ بستریز روغتون آمر ډاکټر محمد ولي همت باختر آژانس ته وویل، د تېرو جګړو پر مهال د دې روغتون ودانۍ او تجهیزات زیات تخریب او زیانمن سوي وه،چي په وینا یي د سره صلیب نړیوالي کمېټې (ICRC) او عامې روغتیا ریاست لخوا […]
هلمند مرکز لښکرګاه ښار کي د ملکه ثُریا نسائي او ولادي ۵۰ بستریز روغتون آمر ډاکټر محمد ولي همت باختر آژانس ته وویل، د تېرو جګړو پر مهال د دې روغتون ودانۍ او تجهیزات زیات تخریب او زیانمن سوي وه،چي په وینا یي د سره صلیب نړیوالي کمېټې (ICRC) او عامې روغتیا ریاست لخوا یې اوس تجهیزات زیات او د تخریب سوي ځایونو د بیا رغونې چارې یې پیل سوي او دغه راز یاد روغتون ته لازم تجهیزات لکه؛ امبولانس، د پاکو اوبو او برېښنا سیستم برابرېدل او په زیاته اندازه درمل او نور د اړتیا وړ تجهیزات په واک کي ورکړل سوي.
، یاد روغتون ته هره ورځ څه باندي ۴۰۰ ناروغان مراجعه کوي او دلته په زیاته کچه روغتیایي خدمات ورته وړاندي کېږي.
پر ورته مهال د یاد روغتون ښځینه ډاکټرانو وویل، روغتون کي په کاپي اندازه د اړتیاوړ درمل شتون لري او ناروغانو ته ۲۴ ساعته روغتیا یي خدمات وړاندي کېږي.
وایي؛ د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه کي کموالی راغلی ،چي په خبره یې د ۲۴ ساعتونو په موده کي ۲۰ تر ۲۵ زېږونه تر سره کېږي.
نوموړو وویل، د ناروغانو شمېر زیات دی ،خو بسترونه یې کم دي غوښتنه یې کول،چي د ملکه ثریا روغتون دي د ۵۰ بستریز پر ځای ۱۰۰ بستریز سي،څو لا نور هم خلکو ته زیات خدمات وړاندي سي.
د یاد روغتون آمر وویل، چي د مسؤلینو سره یې څو ځلي ستونزه شریکه کړې ،څو دغه روغتون له ۵۰ بستریز څخه ۱۰۰ بستریز ته لوړ کړي ،خو وایي مسؤلینو ډاډ ورکړی چي راتلونکي کي به یاده ستونزه حل کړي.
د یادونې وړه ده،چي ملکه ثُریا روغتون سره څه موده وړاندي د سره صلیب نړیوالې کمېټې لخوا د ۶۱ قلمه بېلا بېل ډول درملو مرسته هم وسول.
نېټه:۱۴۴۳/۸/۲۷ هــ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.