د ملي دفاع وزير په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو افغانانو سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۰) د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب “مجاهد” نن په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو يو شمېر افغانانو سره وکتل. په دې کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزير په متحده عربي اماراتو کې د مېشتو هېوادوالو ستونزې واورېدې او د هغې په حل یې په ټینګار سره وويل، […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۰) د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب “مجاهد” نن په متحده عربي اماراتو کې له مېشتو يو شمېر افغانانو سره وکتل.

په دې کتنه کې د ملي دفاع سرپرست وزير په متحده عربي اماراتو کې د مېشتو هېوادوالو ستونزې واورېدې او د هغې په حل یې په ټینګار سره وويل، افغانستان د ټولو افغانانو کور دی، که هغه دننه په هېواد کې وي او که بهر، باید په افغانستان کې پانګونه وکړي او موږ ټول باید د هېواد په ودانولو او پرمختګ کې ونډه واخلو.