د ملي دفاع وزارت هوايي ځواک عمومي قوماندان معرفي شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۶) د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم په اساس د چارو لا ښه سمون په موخه ملاعبدالغفار”محمدي” د ملي دفاع وزارت هوايي ځواک د قوماندان په توګه ټاکل شوی وو، د يوې غونډي په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت دفتر رئيس مولوي صلاح الدين”خويدم” له لوري رسماً معرفي او […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۶) د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم په اساس د چارو لا ښه سمون په موخه ملاعبدالغفار”محمدي” د ملي دفاع وزارت هوايي ځواک د قوماندان په توګه ټاکل شوی وو، د يوې غونډي په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت دفتر رئيس مولوي صلاح الدين”خويدم” له لوري رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.

دغه غوڼده کې د ملي دفاع وزارت دفتر رئيس مولوي صلاح الدين “خويدم” ، د هوايي ځواک مرستیال ملا عبدالسلام “محبور” ګڼو مسؤلينو او منسوبينو ګډون کړی وو، د یادې قوماندانۍ پرسونل او منسوبينو ته د ملي دفاع وزارت دفتر رئيس مولوي صلاح الدين”خويدم” له لوري نوی قوماندان معرفي او نوموړي ته په چارو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه.