نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت ستر درستيز او د تفتيش رئيس مولوي لطف الله حکيمي د يو پلاوي په مشرۍ د ۲۰۳ منصوري قول اردو مسؤلينو سره وليدل. د حکيمي په مشرۍ نوموړي پلاوي د ۲۰۳ منصورې قول اردو قومندان، لواګانو قومندانانو، ګارنيزيون او مستقيلو کنډکونو مسؤلينو سره ناسته وکړه. د منصوري […]
الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت ستر درستيز او د تفتيش رئيس مولوي لطف الله حکيمي د يو پلاوي په مشرۍ د ۲۰۳ منصوري قول اردو مسؤلينو سره وليدل.
د حکيمي په مشرۍ نوموړي پلاوي د ۲۰۳ منصورې قول اردو قومندان، لواګانو قومندانانو، ګارنيزيون او مستقيلو کنډکونو مسؤلينو سره ناسته وکړه.
د منصوري قول اردو قومندان مولوي رحمت الله محمد راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وويل او د دغه قول اردو اړوند جزوتامونو د ترسره شويو کړنو او ځینو شته ستونزو په اړه نوموړي هئيت ته معلومات ورکړل.
د ۲۰۳ قول اردو اړوند د لواګانو مسؤلینو هم پخپل وار سره د چارو د لاښه سمون په موخه خپل وړاندیزونه او مهم موضوعات له نوموړي پلاوي سره شريک کړل.
د ياد پلاوي په مشرۍ ښاغلي حکيمي د مجاهدینو د رتبو د تثبیت، د نومونو د ثبتولو او تصفیې په برخه کې د ځینو شته ستونزو د حل په اړه ډاډ ورکړ، او د چارو د سمون او چټکتيا په موخه يې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
لید بند دی.