‏د ملي دفاع سرپرست وزیر په ابوظبۍ کې د متحده عربي اماراتو د ولس مشر سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱) د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب «مجاهد» پرون ماښام د ابوظبۍ په «الشاطي» شاهي ماڼۍ کې د متحده عربي اماراتو د دولت له رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل. د ملي دفاع وزارت سرپرست ته د شیخ محمد زاید له ښه راغلاست ويلو وروسته؛ په […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۱) د ملي دفاع وزارت سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب «مجاهد» پرون ماښام د ابوظبۍ په «الشاطي» شاهي ماڼۍ کې د متحده عربي اماراتو د دولت له رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست ته د شیخ محمد زاید له ښه راغلاست ويلو وروسته؛ په دې کتنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو د چارواکو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او یو شمېر نورو مهمو مسایلو هم خبرې وشوې.