نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن په ابوظبۍ کې د افغانستان په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي ټام ویست سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر مسئلې خبرې وکړې. د […]
الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن په ابوظبۍ کې د افغانستان په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي ټام ویست سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر مسئلې خبرې وکړې. د ملي دفاع سرپرست وزیر د امریکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان امن دی، ټولې سرحدي پولې او فرضي نقطې یې خوندي دي او د افغانستان له خاورې څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته او نه به وي او همداراز د افغانستان خاوره د هيڅ هېواد په ضد نه ده کارول شوې او نه به وکارول شي.
په اخير کې د ملي دفاع سرپرست وزير له ټام ويسټ وغوښتل چې نړۍ د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.