نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره ۱۴۴۵ ربیع الاول ۱۹ د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث وشو. د ملي تدارکاتو […]
الاماره ۱۴۴۵ ربیع الاول ۱۹ د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه نن چهارشنبه د روان لمریز کال د میزان میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث وشو. د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې چې له جملې یې د ۲۵پروژو قراردادونه منظور او د دوه هغو بیا لغوه شول. منظور شوې پروژې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، مالیې، لوړو زده کړو، اوبو او انرژۍ او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۷ میلیارده افغانیو ته رسېږي. په یادو منظور شوو پروژو کې د پاشدان، شاه و عروس او کمال خان بندونو د پاتې چارو بشپړېدل، په کندهار، بلخ ۴/۴:او بادغېس ولایتونو کې خلکو ته د څښاک اوبو رسول، په مختلفو ولایتونو کې هېوادوالو ته د هغوی د اړتیا وړ برېښنا چمتو کېدل، هېوادوالو ته د باکیفیته او چټکو انټرنټي خدمتونو وړاندې کول او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي،چې په پلې کېدو سره به یې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.