نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
الاماره: ۱۴۴۵/رمضان ۱۳ د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې د ګول سیخونو دوهم او اوسپنیزو ګاډرو د تولید درېیم فازونه نن د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په پنځمه نېټه د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شول. د ریاستالوزراء اقتصادي […]
الاماره: ۱۴۴۵/رمضان ۱۳
د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې د ګول سیخونو دوهم او اوسپنیزو ګاډرو د تولید درېیم فازونه نن د ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې په پنځمه نېټه د یولړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري پرانیستل شول. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د صنعت سکټور د پرمختګ په برخه کې د دغو فازونو پرانیسته او پر فعالیت پيل مهم وبلل او زیاته یې کړه، چې د صنعت سکټور په پرمختګ سره به په هېواد کې اقتصادي پراختیا رامنځته شي. محترم ملا صاحب د اوسپنې ویلې کولو فابریکو مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت صنعتي فابریکو ته د دایمي برېښنا چمتو کولو لپاره هڅې کوي او په همدې موخه د کورنۍ برېښنا د تولید کچې زیاتولو په موخه پر نورو پروژو سربېره نن له خصوصي سکټور سره د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۳ مېګاواټه تولیدي برېښنا قرارداد لاسلیک شو. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د اوسپنې ویلې کولو فابریکو مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت په کور دننه د خامو موادو چمتو کولو په موخه د هرات ولایت د اوسپنې کان څلور بلاکونه د داوطلبۍ له لارې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل، څو په راتلونکي کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکې د خامو موادو له کمښت سره مخ نه شي. محترم ملا صاحب له صنعت سکټور څخه د ملاتړ په پار زیاته کړه، چې اسلامي امارت پر هغو اوسپنیزو توکو تعرفه لوړه کړې ده چې په کور دننه تولیدېږي او د هېوادوالو اړتیاوې پوره کولای شي. نوموړي له ټولو دولتي ادارو او هېوادوالو وغوښتل، چې د خپلو اړتیاوو پوره کولو پر مهال له کورنیو تولیداتو استفاده وکړي، که څه هم کیفیت یې د بهرنیو تولیداتو په پرتله له لس تر پنځلس سلنې ټیټ وي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د وینا په پای کې له ټولو صنعتکارانو او پانګوالو وغوښتل، چې د هېواد دننه په داسې مهمو سکټورونو کې لکه دا نن یې چې پرانیسته کوو، پانګونه وکړي او له دې لارې د هېواد په ترقۍ او ځان بسیاینه کې خپل مسوولیت اداء کړي. د ملت سټیل اوسپنې ویلې کولو فابریکې په دوهم او درېیم فازونو کې ۵۰ میلیون ډالره پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د اوسپنې پټلۍ خطونو، ګول سیخ او ګاډرو سلګونه ټنه تولید ظرفیت لري او شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو ته پکې کاري زمینه برابره شوې.
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.