د ملابرادر اخند په مشري، د اقتصادي کمیسیون ناسته ترسره شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۶) د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. په پیل کې د غونډې له اجنډا سره سم پر یو لړ موضوعاتو بحث وشو چې له جملې یې د شهزاده سرای سره نږدې د ځمکې د ملکیت […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۶)
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه. په پیل کې د غونډې له اجنډا سره سم پر یو لړ موضوعاتو بحث وشو چې له جملې یې د شهزاده سرای سره نږدې د ځمکې د ملکیت او پر هغه د سوداګریز مرکز جوړولو موضوع وه. په دې اړه تر هر اړخیز بحث او خبرو وروسته پرېکړه وشوه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ، د ښار او کور جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ مسلکي انجنیران دې، د اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او د پانګونې د تسهیل ریاست د استازيو په شتون کې د یاد سوداګریز مرکز د ودانۍ جوړولو نقشه په هر اړخیز ډول وڅیړي او د خپلو څېړنو په اړه دې اقتصادي کمېسیون ته راپور وړاندې کړي. ورپسې د ډبرو سکرو او په کانونو پورې اړوندو موضوعاتو د څېړنې په موخه بلخ او سمنګانو ولایتونو ته د استول شوي پلاوي راپور واورېدل شو او له بحث وروسته تایید شو. په اړه یې تر بحث وروسته د اقتصادي کمېسیون له لوري اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارل شوه چې په راپور کې د شویو وړاندیزونو د پلي کېدو په موخه دې عملي پلان چمتو او د خپلو اجراآتو په اړه دې اقتصادي کمېسیون ته راپور وړاندې کړي. دغه راز تصمیم ونیول شو چې د کانونو او پټرولیم وزارت د یو معین په مشرۍ دې په ولایتونو کې د مرکزي وزارتونو او ادارو د اړوندو ریاستونو څخه یوه ګډه کمېټه جوړه شي، څو د کانونو ټولې اړوندې چارې وڅاري. د غونډې په بله برخه کې د ډبرو سکرو د استخراج او قراردادونو د چمتو شوې طرحې په اړه خبرې وشوې، پرېکړه وشوه چې د کانونو او پټرولیم وزارت دې پر یاده طرحه چې له مخکې یې چمتو کړې، د بلخ او سمنګانو ولایتونو ته د استول شوي ګډ پلاوي د راپور په رڼا کې له سره کتنه وکړي او له هغې وروسته دې له اقتصادي معاونیت سره شریکه کړي. د غونډې په پای کې د مس عینک په کان کې د شته لرغونو اثارو د لېږد په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر چمتو شوې طرحه بحث او په دې اړه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.