نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظهالله د هدایت سره سم د بندیانو د نظام سمون اړوند د کندهار د ښاري محکمې د رئیس مولوي ګلآغاصاحب په سرپرستۍ یو هیئت په رسمي توګه ټاکل سوی، چي پکښي د کندهار ولایت مقام استازی مولوي محمود عزام صاحب، دکندهار ولایت د پوهني ریاست رئیس مفتي قدرت الله […]
د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظهالله د هدایت سره سم د بندیانو د نظام سمون اړوند د کندهار د ښاري محکمې د رئیس مولوي ګلآغاصاحب په سرپرستۍ یو هیئت په رسمي توګه ټاکل سوی، چي پکښي د کندهار ولایت مقام استازی مولوي محمود عزام صاحب، دکندهار ولایت د پوهني ریاست رئیس مفتي قدرت الله صاحب او د امربالمعروف و نهي عنالمنکر ریاست مرستیال مولوي موسی کلیم صاحب د یاد هیئت غړي وو، ټاکل سوي هیئت یکشنبې، د دوشنبې او سه شنبې په په ورځو کي د کندهار مرکزي زندان نظارت وکړ او د ټولو بندیانو حال یې له نژدې وپوښت.
د یاد هیئت مشر مولوي ګلآغا صاحب وايي، هیئت ته دنده سپارل سوې، ترڅو د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله له لوري د ورکړل سوي طرزالمعل مطابق، د کندهار د مرکزي زندان ترڅنګ د ولسوالیو په ټولو محبسونو کي د بندیانو هیئتي وکړي، چي له هغه وروسته به ټولي ستونزي په ګوته کوي او د ټولو بندیانو راپور او د سمون په موخه به د هیئت نظرونه په رسمي ډول ستري محکمې ته استوي د ستري محکمې مقام به یې د ریاستالوزراء محترم مقام سپاري .
د مولوي ګلآغا صاحب په خبره، ټاکل سوي هیئت په دریو ورځو کندهار د مرکزي زندان هر اړخیزه نظارت وکړ او د ټولو بندیانو حال ئې یو په یو وپوښت، چي په خبره یې ورسره سم یې د ټولو بندیانو حال په لیکلې بڼه له ځان سره ثبت کړ.
د هغه په خبره تر نظارت او د ټولو بندیانو تر حال پوښتلو وروسته یې د کندهار مرکزي زندان مسئولینو ته یوشمېر ستونزي او نیمګړتیاوي ور په ګوته کړې او ورته یې سپارښتنه وکړه، ترڅو ژر تر ژره پرتې ستونزي له منځه یوسي.
سېشنبه: /۱۴۴۳/۷/۶/هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.