د مسلمانانو د علماوو نړيوالې ټولنې د افغانستان نوي رئیس الوزراء ته مبارکي لېږلې

د مسلمانانو د علماوو نړيوالې ټولنې ښاغلي (ملا محمد حسن آخند) ته د نوموړي د افغانستان د اسلامي امارت د رئيس الوزراء په توګه ټاکلو په پار د مبارکۍ پيغام رالېږلی او تر څنک يې نوموړي ته له الله جل جلاله څخه د افغان ولس د ښې مشرۍ، د هغوی د ارمانونو د پوره کولو […]

د مسلمانانو د علماوو نړيوالې ټولنې ښاغلي (ملا محمد حسن آخند) ته د نوموړي د افغانستان د اسلامي امارت د رئيس الوزراء په توګه ټاکلو په پار د مبارکۍ پيغام رالېږلی او تر څنک يې نوموړي ته له الله جل جلاله څخه د افغان ولس د ښې مشرۍ، د هغوی د ارمانونو د پوره کولو او د ښې حکومتولۍ، اسلامي بڼې وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.

د علماوو اتحاديې د افغان ولس ټول اقشار د نوي حکومت ملاتړ ته را بللي او غوښتنه يې ترې کړې تر څو د اشغال له وجې را پيدا شوې ستونزې یا داخلي اختلافات د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي.

د علماوو اتحاديې د نوي حکومت د ملاتړ سربېره د پوره همکارۍ او مرستې وړانديز هم کړی دی.

په اخره کې د علماوو اتحاديې د اسلامي امارت ټولو غړو ته ښې ارزوګانې او احترامات وړاندې کړي.