د مزار شریف – شبرغان لویې لارې د ترمیم کار بشپړ شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۲) د ټولګټو وزارت له لوري، د مزارشریف – شبرغان لویې لارې د ۴۷ ویجاړو برخو د داغګیري او اته پایو پلګوټو د اساسي ترمیم کار بشپړ شو. د سړک د ترمیم دا پروژ د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ قرارداد شوې وه، چې د یاد ولایت د ټولګټو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۲) د ټولګټو وزارت له لوري، د مزارشریف – شبرغان لویې لارې د ۴۷ ویجاړو برخو د داغګیري او اته پایو پلګوټو د اساسي ترمیم کار بشپړ شو.

د سړک د ترمیم دا پروژ د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ قرارداد شوې وه، چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست لخوا یې دوامداره څارنه کېده.

د یادې لویې لارې د ویجاړو برخو له ترمیم او داغګیري سره به د مسافرو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي او په اساني سره به تګ راتګ وکړي.