نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هیواد د کانونو او پټرلیم وزارت سرپرست وزیر شیخ مولوي شهاب الدین دلاور، د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا، د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال مشاور حاجي ابراهیم، د ماليې وزارت اداري مرستیال مولوي زاهد، د افغانستان د نفت او ګاز دولتي شرکت انحصاراتو عمومي مسئول محمد نصیر رحیمي، جوزجان ولایت کي د افغان […]
د هیواد د کانونو او پټرلیم وزارت سرپرست وزیر شیخ مولوي شهاب الدین دلاور، د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا، د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال مشاور حاجي ابراهیم، د ماليې وزارت اداري مرستیال مولوي زاهد، د افغانستان د نفت او ګاز دولتي شرکت انحصاراتو عمومي مسئول محمد نصیر رحیمي، جوزجان ولایت کي د افغان ګاز رئیس مولوي اخترمحمد منصور او افغان انجینرانو په حضور کي د جوزجان ولایت څخه د بلخ کوډ و برق ته د ۹۵ کیلو متره ګاز پایپلین پروژې کارونه عملاً د پټۍ په پرېکولو سره پیل سوه.
د ګاز پایپلین د یادي پروژې د پیل په مراسمو کي د هیواد د کانونو او پټرلیم وزارت سرپرست وزیر شیخ مولوي شهاب الدین دلاور وویل، چي یاده پروژه له ۵۲ کلونو وروسته یو ځل بیا عملي کیږي، چي د جوزجان ولایت د خواجه ګردک د سیمي څخه بیا د بلخ ولایت تر کوډ و برق پوري د ۹۵ کیلو متره په اوږدو کي رسیږي او دا پرژوه د ۶۰۹ ملیونه افغانیو په لګښت د دریو کلونو په موده کي بشپړیږي، چي ټول مصارف یې د افغانستان اسلامي امارت له بودیجي څخه ورکول کیږي، د دې ترڅنګ شیخ دلاور زیاته کړه، چي د یاد پاپیلین تر بشپړېدو وروسته به د کوډ و برق فابریکې کارونه لا چتکتیا پیدا کړي او کوښښ کوي، څو د مزار شریف ښار ټولو کورونو ته د همدې پایپلین په وسیله ګاز ورسوي.
وروسته د بلخ والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی د یادي پروژې پر عملي کېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چي د یادي پروژې ټولي چاري د داخلي انجینرانو په مټ ترسره کیږي او د کوډ و برق فابریکي ترڅنګ، به جین ګلاس، غضنفر ګروپ او یوشمېر نورو فابریکو ته هم یاد ګاز ورسوي، ترڅو د یادو فابریکو په فعالیتونو کي چټکتیا راسي، همدارنګه ښاغلي حاجي وفا وویل، د افغانستان اسلامي امارت ټول مسؤلین دې ته ژمن دي، ترڅو ټولي نیمګړي او هیواد د ابادۍ لپاره نوي پروژې عملي کړي.
وروسته د مزار- شبرغان ګاز پایپلین پروژه د پټۍ په پرې کولو او د انجینرانو له لوري د ټولو مسؤلینو په حضور کي یې د جوړېدو کارونه عملاً پیل سوه.
شنبه ۱۷ سرطان ۱۴۰۲ خورشیدی آژانس اطلاعاتی باختر- بلخ
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.