د مرستیال والي په مشرۍ د امنیتي مجلس غونډه جوړه سوه

  د یکشنبې په ورځ مازدیګر د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک په مشرۍ د امنیتي مجلس غونډه جوړه سوه، چي پکښي د کندهار امنیه قومندان مولوي رحیم‌الله محمود، د استخباراتو رئیس مولوي عبدالرشید منیب، د امنیت آمر حافظ احمدالله سحر، د مرکزي زندان مُدیر مولوي سیداخترمحمد آغا حسیني، د کندهار ولایت مقام […]

 

د یکشنبې په ورځ مازدیګر د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک په مشرۍ د امنیتي مجلس غونډه جوړه سوه، چي پکښي د کندهار امنیه قومندان مولوي رحیم‌الله محمود، د استخباراتو رئیس مولوي عبدالرشید منیب، د امنیت آمر حافظ احمدالله سحر، د مرکزي زندان مُدیر مولوي سیداخترمحمد آغا حسیني، د کندهار ولایت مقام د دفتر رئیس مولوي محب‌الله، د امربالمعروف و نهی عن‌المنکر رئیس مولوي عبدالرحمن منیر او د کندهار د سرې میاشتي ټولني رئیس مفتي فیض‌الله فیضي پکښي ګډون کړی وو.

یاده غونډه کي لومړی د راغلیو ادارو مسئولینو د خپلو لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه معلومات له مرستیال والي سره شریک کړل او وروسته د مرستیال والي په مشرۍ د کندهار ښار په ټولو سیمو او ټولو ولسوالیو کي د لا ښه امنیت خوندي کېدو او ددې ترڅنګ د کندهار په مرکزي زندان کي د معتادینو ښه ساتني، ښې روزني او ورته د زده‌کړو او کار زمیني برابرولو په موخه هم بحث او خبري وسوې او نظریات شریک سول.

همدا راز غونډه کي پر همکارۍ او همږغۍ کولو ټینګار وسو او وروسته د امنیتي مجلس دا نوبتي غونډه د دُعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

یکشنبه: ۱۴۴۳/۸/۲۴