د محرم په مراسمو کې د ځانګری امنيتي پلان د ښه تطبیق په اړه د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د مقام پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم د خپلو ټولو مجاهدو امنيتي او دفاعي ځواکونو ستاینه او ترې مننه کوم چې د محرم د مياشتې د اولو لسو ورځو ځانګړی امنيتي پلان يې د لوی الله جل جلاله په نصرت په ښه توګه ترتيب او تطبيق کړ او په مرکز او ولايتونو کې يې ټولو هيوادوالو ته ډاډمن […]

بسم الله الرحمن الرحیم
د خپلو ټولو مجاهدو امنيتي او دفاعي ځواکونو ستاینه او ترې مننه کوم چې د محرم د مياشتې د اولو لسو ورځو ځانګړی امنيتي پلان يې د لوی الله جل جلاله په نصرت په ښه توګه ترتيب او تطبيق کړ او په مرکز او ولايتونو کې يې ټولو هيوادوالو ته ډاډمن امنيت تامين کړ.
الله تعالی دې د دوی ستړیاوې او خدمتونه قبول کړي.
له خپل ولس څخه هم مننه کوم چې له زغم او صبر څخه يې کار واخيست او په تيرو لسو ورځو کې یې زموږ له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړه.
لله الحمد د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هيواد کې ډاډمن امنيت تامين شوی، چې د محرم د مراسمو په ارامه توګه ترسره کیدل یې جوت دلیل دی.
په دې سره هغه ټول تبلیغات غلط ثابت شول چې ځینې کړۍ د خپلو شومو اهدافو لپاره اوس هم افغانستان نا امنه بولي او زموږ د امنیتي ځواکونو په وړتیا کې شک لري.
همدا ډول د اسلامي شريعت د لارښوونو له مخې د ګران هيواد د ټولو وګړو فردي، اجتماعي او مذهبي حقوق خوندي دي.
د موجوده امنیت او ثبات په دوام سره به افغانان فرصت پيدا کړي چې خپل هيواد ورغوي او د اسلامي نظام تر سيوري لاندې د پرمختګ پر لور ګړندي ګامونه واخلي.
نړۍ، سیمه او ګاونډي هېوادونه هم باید په افغانستان کې له شته امنیت څخه ملاتړ او د دوۍ له سرحدونو څخه افغانستان ته د شریرو عناصرو د راتیریدو څخه مخنیوی وکړي.
اسلامي امارت د خپل زوریدلي ولس سوکالي او له نړۍ والو سره مثبت تعامل غواړي.

د اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخند
۱۴۴۵/۱/۱۰ھ ق-
۱۴۰۲/۵/۶ھ ش – ۲۰۲۳/۷/۲۸م