‏د ماهېپر برېښنا تولید فابریکې کې توليدي کچه ۱۵ مېګاواټو ته ورسیده

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۷) د برېښنا تولید حوزې ریاست هڅانده کارکوونکو د چارو تنظیم او ګړندیو هڅو پایله کې د ماهيپر برېښنا تولید فابریکې تولید کچه له ۱۰ مېګاوټ پر ساعت څخه ۱۵ مېګاواټ پر ساعت ته لوړه شوه. ‏د یادې حوزې اړوند څانګو له لورې د لوګر او کابل پر سیند د جوړو شویو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۷) د برېښنا تولید حوزې ریاست هڅانده کارکوونکو د چارو تنظیم او ګړندیو هڅو پایله کې د ماهيپر برېښنا تولید فابریکې تولید کچه له ۱۰ مېګاوټ پر ساعت څخه ۱۵ مېګاواټ پر ساعت ته لوړه شوه.

‏د یادې حوزې اړوند څانګو له لورې د لوګر او کابل پر سیند د جوړو شویو اوبو راګرځوونکو بندونو او د یو شمېر کانالونو را خلاصولو سره د اوبو کچه لوړه شوه، چې ورسره د ماهېپر برېښنا تولید فابرېکې تولید کچه کې لوړوالی راغلی.