نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن د هلمند ولایت اړوند د مارجې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په تالار کي ددغه ولسوالۍ د ځینو مسؤلینو ترمنځ غونډه وسوه. په یاد مجلس کي د مارجې د امنیه قوماندان قاري مسلم صاحب ترڅنګ د مارجې اجرائیه امر عاصم مولوي صاحب، د استخباراتو مسؤل احمد صاحب، د امربالمعروف مسؤل حاجي حبیب مولوي صاحب […]
نن د هلمند ولایت اړوند د مارجې ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په تالار کي ددغه ولسوالۍ د ځینو مسؤلینو ترمنځ غونډه وسوه. په یاد مجلس کي د مارجې د امنیه قوماندان قاري مسلم صاحب ترڅنګ د مارجې اجرائیه امر عاصم مولوي صاحب، د استخباراتو مسؤل احمد صاحب، د امربالمعروف مسؤل حاجي حبیب مولوي صاحب او یو شمېر مجاهدینو هم ګډون درلود.
غونډه ددغه ولسوالۍ د امنیه قوماندان لخوا د قرانکریم دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل سوه، وروسته د یادي ولسوالۍ ځیني نورو مسؤلینو د غونډي ګډونوالو ته ارزښتناکي ویناوي وکړې او د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکو ته یې د بشپړ امنیت د تائمین ډاډ ورکړ.
همداراز د غونډي په وروستیو کي حاجي حسیني صاحب، حکمت حاجي صاحب، احمد صاحب او قاري مسلم صاحب د مارجې ولسوالۍ د صفونو د تصفیې کمیسیون د مسؤلینو او غړو په توګه وټاکل سوه. غونــډه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱۸ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.