د لښکرګا ښار ځنګل کي نوې نیالګي کښېڼول سوې دي:

  هلمند ولایت کي دا شاوخوا شپېته زره نیالګي دي ، چي تراوسه شل زره یې کښېنول سوي دي او پر پاتي نورو يي کار روان دی. د کرني ریاست مسئولین وايي : دا نیالګي د ځنګل په هغو سیمو کي کښېنول کیږي ، چي په تېر کي سوځېدلي او زیانمن سوي دي. د هلمند […]

 

هلمند ولایت کي دا شاوخوا شپېته زره نیالګي دي ، چي تراوسه شل زره یې کښېنول سوي دي او پر پاتي نورو يي کار روان دی.
د کرني ریاست مسئولین وايي : دا نیالګي د ځنګل په هغو سیمو کي کښېنول کیږي ، چي په تېر کي سوځېدلي او زیانمن سوي دي.

د هلمند د ملي راډیو ټلوېزون د خبریال د خبر له مخي هلمند لښکرګا ښار د سیند پر غاړه ودان پراخ ځنګل کي سږ کال یو ځل بیا د زرګونو نیالګیو د کښېنولو چاره پیل سوې ده.
هلمند کي د کرني ریاست مسئولین وايي : دا میوه لرونکي او زینتي نیالګي دي ، چي راتلونکي کلونه به د ځنګل ډېری سیمي سمسوري او زرغوني کړې.
د ځنګلونو د چارو مدیر اکرام الدین وايي : شاوخوا شپېته زره نیالګي به په ځنګل او ورسره جوخت پارک کي کښېنول سي ، چي تر دې مهاله يي شل زره ایښودل سوي دي.

د هلمند عام اوسیدونکي د ځنګل بیا زرغونیدل ، او هلته د نوو نیالګیو د کښېنولو چاره غوره اقدام بولي او وايي : که د دې نیالګیو پالنه او روزنه وسي ، نو دا به د لښکرګا ښار ځنګل کي غوره بدلون رامنځ ته کړي.

د یادوني وړده چي لښکرګا ښار ځنګل پراخه سیمه لري ، چي دلته ډول ، ډول وني سته ، په ورستیو کلونو کي د دې ځنګل یو شمېر برخي په اورونو وسوځېدې ، چي اوس يي بیرته د نوو نیالګیو کښېنولو په وسیله رغونه پیل سوې ده.

نېټه:۱۴۴۳/۸/۱۸ هــ ق