د لښکرګاه ښار ۷ حوزه صافیانو  په سیمه کې   یوتن هیوادوال  په  مرموز ډول   وژل شوی

وړمه شپه د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د اوومي حوزې مربوط صافیانو سیمه کې د اسدالله په نوم یوځوان چې د بهاؤالدین زوی دی په مرموز ډول وژل سوی چې وروسته یې جسد وموندل سو. د باختر خبري اژانس د خبر له مخي چې د اسدالله په نوم دغه ځوان ماښام مهال د خپل […]

وړمه شپه د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار د اوومي حوزې مربوط صافیانو سیمه کې د اسدالله په نوم یوځوان چې د بهاؤالدین زوی دی په مرموز ډول وژل سوی چې وروسته یې جسد وموندل سو.

د باختر خبري اژانس د خبر له مخي چې د اسدالله په نوم دغه ځوان ماښام مهال د خپل کور څخه د خپل یو ملګري کورته ورغلی دی او بیا د هغه ځایه لادرکه سوی دی.

چې پرون غرمه یې دګرشک ولسوالۍ د امنیتي منسوبینو له خوا جسد د ګرشک د سامنار دښت سیمه کې موندل سوی دی.

خبر زیاتوي چې پېښه جنایي اړخ لري خو انګېزه یې لا تراوسه معلومه نه ده.د قضییې په تړاو هڅي رواني دي خو تر دامهاله په دې تړاو  څوک نیول سوي نه دي.

 

نېټه: ۱۴۴۳/۶/۲۳ هــ ق