د لښکرګاه ښار په مرکزي جامع جومات کې اصلاحي غونډه ترسره شوه

  غونډه تېره ورځ دهلمند ولایت دمرکز لښکرګاه ښار په مرکزي جامع جومات کې په داسي حال کې ترسره  شوه چي د هلمند  والي محترم طالب مولوي صاحب، سرپرست امنیه قوماندان حاجي نوراني صاحب، دپلازمېني کابل او نورو ولایتونو څخه راغلو مېلمنو، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ راشد ، د بېلابیلو ملکي او نظامي […]

 

غونډه تېره ورځ دهلمند ولایت دمرکز لښکرګاه ښار په مرکزي جامع جومات کې په داسي حال کې ترسره  شوه چي د هلمند  والي محترم طالب مولوي صاحب، سرپرست امنیه قوماندان حاجي نوراني صاحب، دپلازمېني کابل او نورو ولایتونو څخه راغلو مېلمنو، د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ راشد ، د بېلابیلو ملکي او نظامي ادارو رئیسانو، مسولینو ، کارکوونکو، او سل ګونو مجاهدینو ګډون درلود.

غونډه حافظ سمېع الله یاسر صاحب د قرانکریم په مبارکو آیاتونو سره پیل کړه.

د غونډي په پیل کې شیخ الحدیث الحاج مولانا عبدالبصیر صاحب خبري وکړې او تر هر څه مخکي یې د جهاد په سېیڅلي لاره کې ټولو  شهیدانو ته جنت الفردوس، زخمیانو ته یې دعاجلي شِفا او کورنیو ته یې دتسلیت پیغام وړاندي کړ.
مولانا شیخ عبدالبصیر صاحب په افغانستان کي د اسلامي امارت د راتګ مبارکي د افغانستان خصوصاً دهلمند ټولو اوسېدونکو او مجاهدینو ته وویل:

محترم شیخ صاحب په تېر شل کلن جهاد کي د مجاهدینو زحمتونه او  کړني وستایلې او زیاته یې: چي مجاهدینو د خپلو وینو په بدل په افغانستان کي اسلامي نظام قایم کړ.

ښاغلي شیخ صاحب همدا راز وویل: چي د اسلامي امارت مجاهدینو د الله (ج) په مرسته امریکا، دهغه ملګرو او ناټو ځواکونو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ.

مولانا صاحب په پرونۍ غونډه کې په تېرو شلو کلونو کي د کفارو او د هغوی د ملګرو ظلمونو او وحشتونو ته په اشارې وویل: چي مسجدونه یې بمبارد کړل،  ښځي او ماشومان یې شهیدان کړل، ښوونځۍ او کلینیکونه یې بمبارد کړل د شیخ صاحب په خبره چې د کفارو دا وحشتونه د افغان خاوري غیرتي مجاهدینو د خاورو سره خاوري کړل، دامریکا او د ناټو زبردست ځواک یې په ګونډو کړ.

همداراز شیخ صاحب د خلګو څخه غوښتنه وکړه چي داسلامي امارت د پریکړو او عمومي بخښني څخه د غلطي استفادې څخه لاس واخلئ.
نوموړي زیاته کړه: چي د مجاهدینو د نامه او یا هم د عمومي بخښي څخه په غلطي استفادې که څوک ونېول سو سزا به ورکړل سي چي د نورو خلګو د پند سبب وګرځي.

همدا راز شیخ صاحب زیاته کړه: چي د بیت المال او غنیمت سره باید خیانت ونسي که چیري کوم کس د بیت المال سره په خیانت  ونیول سو عدلي او قضایي ارګانونو ته به معرفي سي.

شیخ مولوي عبدالبصیر صاحب د ټولو مجاهدینو څخه غوښتنه وکړه چې د جهاد په سپېڅلي لار کې د یتیمانو او د شهیدانو د وینو قدردانی وکړئ، د شهیدانو د کورنیو او یتیمانو احوال باید واخیستل سي،  ده همدا راز مجاهدینو ته په خطاب کي وویل: د ولس سره ښه سلوک وکړئ  له نرمۍ او عاجزۍ څخه کار واخلئ،  د ده په خبره چي ولسونو ته خدمت کول اوهغوی ته د ښه او ارام ژوند زمېنه برابرول زموږ مسولیت دی.

مولانا صاحب په خپلو خبرو کي مجاهدینو ته دښه حکومتولۍ او د شهیدانو دوینو او وطن سره د خیانت نه کولو او  د ولس  سره دښه چلند او ښه خدمت کولو سپارښتني وکړې.
نوموړي د ولسونو د همکارۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چي ولس پر موږ حق لري چي خدمت ورته وکړو.
ده همدا راز د افغان ولس او ټولو مجاهدینو وغوښتل چي د خپل امر اطاعت وکړئ د خپلو مشرانو خبرو او پرېکړو ته په ورین تندي هرکلی ووایاست تر څو مو  هيواد کي اسلامي نظام همداسي قایم او خلګ خوښ واوسي.

ښاغلي شیخ صاحب سرحدي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چي د افغانستان د سرحدونو څخه ساتنه وکړئ او هیچ چاته اجازه ورنه کړئ چي د افغانستان خاوري کي تأسیسات جوړ کړي د ده په وینا که کوم ګاونډي هېواد د افغانستان په خاوره کي د تأسیساتو جوړولو هڅه وکړه باید غاښ ماتونکی ځواب ورکړل سي.

محترم شیخ صاحب په خپلو خبروکي د افغانستان ټولو سرحدي ځواکونو ته وویل: چي د سرحدونو د ښه ساتلو لپاره دي سرحدي سیمو ته پاملرنه زیاته سي  د ده په خبره چي د کورني امنیت لپاره د سرحدونو ساتل مهم دي.
مولانا صاحب سرحدي ځواکونو ته په خطاب کي وویل: یوه لوېشت خاوره چاته  ورنه کړئ د افغانستان څخه دفاع ته لومړیتوب ورکړئ.

غونډه په ورستیو شیبو کي په دعائیه وینا سره پای ته ورسیده.

نېټه؛۱۴۴۳/۵/۲۲ هـ ق