نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن له ماپښین ورورسته د هلمند ولایت مقام له خوا د ټاکل سوي پلاوي په مشرۍ د لښکرګاه ښار په اولي حوزې مخته د فرهنګي مرکز دغونډو په تالار کي غونډه ترسره شوه یاده غونډه چي د یاد پلاوي د راتلو په مناسبت جوړه سوې وه د لښکرګاه ښار د اولي حوزې مسئولینو، علماوو […]
نن له ماپښین ورورسته د هلمند ولایت مقام له خوا د ټاکل سوي پلاوي په مشرۍ د لښکرګاه ښار په اولي حوزې مخته د فرهنګي مرکز دغونډو په تالار کي غونډه ترسره شوه
یاده غونډه چي د یاد پلاوي د راتلو په مناسبت جوړه سوې وه د لښکرګاه ښار د اولي حوزې مسئولینو، علماوو کرامو او دسیمي عامو خلګو پکي ګډون درلود.
لومړی د قران عظیم الشان څو مبارکو ایاتونه تلاوت شول
وروسته محترم مولوي عبیدالله صاحب د غونډي برخوالو ته خپله وینا واورول
هغه په خپله وینا کي وویل:
چي هر څوک د اسلامي نظام مخالفت کوي موږ او تاسې یې باید تر لاس ونیسو،او د اسلامي نظام له مخالفت څخه منعه کړو
او د خپل اسلامي نظام د ساتنې لپاره پوره هڅي او کوښښونه وکړو .
او موږ باید د الله تعالی شکر اداکړو چي موږ ته یې یو اسلامي نظام او حکومت راکړی.
وروسته د هلمند ولایت مشهور دیني عالم شیخ الحدیث مولانا عزیزالله مدني صاحب وینا وکړه.
هغه وویل: دا دالله تعالی لوی احسان دی چي موږ په پوره امن کي ژوند کوو او زیاته یې کړه چي موږ باید د خپل اسلامي نظام ملاتړ او همکاري وکړو. شیخ صاحب وویل چي موږ باید خپل تعلیم ته وده ورکړو او په هر بخش کې باید وړ اشخاص ولرو.
نوموړي په خپلو ویناوو کي مجاهدینو ته وویل چي تاسي باید پوره عجز ولري د تکبر او لویي څخه ځان و ژغورﺉ،
او پر خپل مؤمن ولس باندي رحم او شفقت ولرﺉ.
وروسته د ولایتي شورا مسؤل محترم شریف مولوي صاحب وینا وکړه.
هغه د غونډي برخوالو ته وویل:
چي موږ تاسو ته عذر والي وړاندي کوو طالب مولوي صاحب په لښکرګاه کي ستاسو غونډو ته ندی حاضر سوی،
ځکه طالب مولوي صاحب ولسوالیو ته په سفرونه مصروف دی.
شریف مولوي صاحب
د خلګو څخه غوښتنه وکړه چي د خپل نظام تر شا کلک ودرېږئ او ملاتړ یې وکړئ.
نوموړي زیاته کړه چې یو شمېر فاسد عناصر تر یوه او بل عنوان لاندي کوښښ کوي چې د اسلامي نظام پر ضد منفي تبلیغات او فعالیت وکړي او یا ورته زمینه برابره کړي، چې افغانان یې باید په مقابل کې راپورته او پر ضد یې اقدام وکړي. اود شکمنو فعالیتونو د لیدلو په صورت کي د اړوند ارګان سره اړیکه ونیسي.
نوموړي وویل: چي تر ډیره حده به دخلګو مشکلاتو ته رسیدګي کوو او داړتیا په وخت کي به یي دولایت مقام سره شریک کړو.
او له عامو ولس څخه یې و غوښتل چي خپل مشکلات ورسره شریک کړي.
په اخیر کي غونډه دیو تن دیني عالم په دعاء سره پای ته ورسیده.
نیټه: ۱۴۴۳/۴/۲۳ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.