د لښکرګاه ښار په دوهمي حوزې کې غونډه  ترسره شوه

  نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت مقام له خوا د ټاکل سوي پلاوي په مشرۍ د لښکرګاه ښار په دوهمه حوزه کې غونډه وشوه یاده غونډه چې د یاد پلاوي د راتلو په مناسبت جوړه سوې وه د لښکرګاه ښار د حوزو مسئولینو علمايي کرامو او دسیمي عامو خلګو پکې ګډون کړی وو.غونډه […]

 

نن له غرمې مخکي د هلمند ولایت مقام له خوا د ټاکل سوي پلاوي په مشرۍ د لښکرګاه ښار په دوهمه حوزه کې غونډه وشوه

یاده غونډه چې د یاد پلاوي د راتلو په مناسبت جوړه سوې وه د لښکرګاه ښار د حوزو مسئولینو علمايي کرامو او دسیمي عامو خلګو پکې ګډون کړی وو.غونډه لومړی د قران عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه

 

وروسته یو تن دیني عالم غونډي ته په خطاب کې د ازادۍ  استقلال اوشل کلن اشغال دخاتمي اړوند ارزښتناکه خبري وکړې . نوموړي وویل چې د شکر ځای دی چې موږ افغانان په ازاده فضاء کې د خپل حاکمانو په مخ کې ازاد ږغېدلای سو او د هیڅ خطر احساس نکوو . نوموړي د افغانانو څخه د ښه اتفاق او اتحاد علاوه د اسلامي امارت سره د پوره ملاتړ غوښتنه وکړه.

 

ورپسې د ټاکل سوي پلاوي غړي او دولایت مشاور محترم مولوي عبدالجبار (هجرت) صاحب د خلګو څخه د اسلامي امارت د ملاتړ غوښتنه وکړه.هغه وویل چې اسلامي نظام ستاسو په هڅو او قربانیو د بریا تر پولو ورسېدی نو اوس په کار ده چې دخپل دې نظام د بقاء لپاره په ګډه کار وکړو او خپل دا سپېڅلی نظام پر پښو ودروو او د خپل وس مطابق یې په پیاوړي کولو کې هڅه او هاند وکړو. هجرت مولوي صاحب په دې اړه اغېزمني خبري وکړې.

وروسته د یاد پلاوي او ولایت مقام دمشاورینو مشر محترم شریف مولوي صاحب وویل چې د ولایت د مقام له خوا ورته دنده سپارل سوې ده چې د مرکزي حوزو څخه لیدنه وکړي او د ادارو او خلګو مشکلات د نږدې وویني او وړاندیزونه یې واورې ترڅو ورته د حل لارې چاري پیداکړو . هغه وویل چې تر ډېره حده به د خلګو مشکلاتو ته رسیدګي کوو او د اړتیا په صورت کې به یې د ولایت مقام سره شریک کړو.

شریف مولوي صاحب د خلګو څخه غوښتنه وکړه چې د خپل نظام تر شا ودرېږي.او ملاتړ یې وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې یو شمېر فاسد عناصر تر یوه او بل عنوان لاندي کوښښ کوي چې د اسلامي نظام پر ضد منفي تبلیغات او فعالیت وکړي او یا ورته زمینه برابره کړي. چې افغانان یې باید په مقابل کې راپورته او پر ضد یې اقدام وکړي. اود شکمنو فعالیتونو د لیدلو په صورت کې د اړوند ارګان سره اړیکه ونیسي . وروسته دیاد پلاوي بل غړي مولوي حبیب الرحمن( حبیب) صاحب مجاهدینو ته دخپل ولس سره دنیک سلوک اوښه چلند او دخپل خلګو مشکلاتو ته پر وخت باندي درسیدګی توصيه وکړه . نوموړي وویل چي تر ډیره حده به دخلګو مشکلاتوته رسیدګي کوو او داړتیا په وخت کي به یی دولایت مقام سره شریک کړو.

غونډه دیو تن دیني عالم په دعائیه وینا سره پای ته ورسیده

نیټه: ۱۴۴۳/۴/۲۳ هـ ق