نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند ولایت مقام لخوا د لښکرګاه ښار اړوند د ټولو حوزو د نظارت په موخه ټاکل سوي هیئت نن په نهمه حوزه کي غونډه وکړل. په دغه ناسته کي د نهمي حوزې اوسېدونکو، مجاهدینو، مسؤلینو او علماء کرامو ګډون درلود چي پیل یې د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت کولو سره وسو وروسته […]
د هلمند ولایت مقام لخوا د لښکرګاه ښار اړوند د ټولو حوزو د نظارت په موخه ټاکل سوي هیئت نن په نهمه حوزه کي غونډه وکړل.
په دغه ناسته کي د نهمي حوزې اوسېدونکو، مجاهدینو، مسؤلینو او علماء کرامو ګډون درلود چي پیل یې د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت کولو سره وسو وروسته د ښاري محکمې استازي فرقاني مولوي صاحب وینا وکړل نوموړي مجاهدینو ته په خطاب کي وویل: هر پټ او ښکاره عمل چي کوی هدف مو باید فقت د الله تعالی او د هغه د سپېڅلي پیغمبر صلی الله علیه وسلم رضا وي، له ریا او ځان ښوودني ځان وساتۍ او له خلګو سره نېک سلوک وکړئ.
همداراز نوموړي د نهمي حوزې له اوسېدونکو وغوښتل چي خپل ټولي حقوقي دعوې له موږ سره شریکي کړئ.
ورپسې د پلاوي مشرتابه شریف مولوي صاحب د صفونو تصفیې کمیسیون په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړل همداراز نوموړي په خپلو خبرو کي د غونډي ګډونوالو ته وویل چي دغه ټاکل سوی پلاوی ستاسي د ستونزو او غوښتنو د اورېدو لپاره دلته راغلی، نو نن یې مناسب وخت دی ترڅو خپل ټول مشکلات، غوښتني او دعوې زموږ سره شریکي کړئ ترڅو موږ ورته په ګډه حل لاري ولټوو.
د غونډي په وروستیو کي ددغه حوزې اوسېدونکو خپل وړاندیزونه، غوښتني او ستونزي له هیئت سره شریکي کړې چي په ترڅ کي یې د یاد پلاوي لخوا د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړل سو.
یاد مجلس په دعائیه وینا پای ته ورسېد.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.