نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند ولایت مقام لخوا د لښکرګاه ښار اړوند د ټولو مربوطه حوزو د نظارت او څېړني په هدف ټاکل سوي هیئت نن په شپږمه حوزه کي غونډه وکړل. په دغه ناسته کي د شپږمي حوزې اوسېدونکو، مجاهدینو، مسؤلینو او علماء کرامو ګډون درلود پیل یې حنفي مولوي صاحب د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو […]
د هلمند ولایت مقام لخوا د لښکرګاه ښار اړوند د ټولو مربوطه حوزو د نظارت او څېړني په هدف ټاکل سوي هیئت نن په شپږمه حوزه کي غونډه وکړل.
په دغه ناسته کي د شپږمي حوزې اوسېدونکو، مجاهدینو، مسؤلینو او علماء کرامو ګډون درلود پیل یې حنفي مولوي صاحب د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت کولو سره وکړ وروسته د استناف څارنوالۍ رئيس هجرت مولوی صا حب وینا وکړه نوموړي وویل که چیري لږ شمېر مسلمانان په قوي عقیده سمبال وي او دخپلو امراوو اطاعت وکړي نو د بې شمېره کفارو سره به د جګړې توان ولري او بری به همېشه ددغسي کسانو په برخه وي، نوموړي د اسلام نظام راتګ ته په اشارې سره وویل چي د الله تعالی ددغه ستر نعمت شکر باید ادا کړو.
تردې وروسته دهیئت مشرتابه شریف مولوی صاحب د غونډي ګډونوالو ته وویل که چیري کوم څوک ستاسي د ازار او اذیت سبب کیږي، د مجاهد د نوم څخه په استفادې ستاسي څخه د پيسو غوښتنه کوي او یا ستاسي سره شخصي مشکل جوړوي نو نن یې وخت دی ترڅو موږ ته یې را وپېژنۍ، موږ ددغسي ستونزو د له لمنځه وړلو لپاره دلته راغلي یو، همداراز نوموړي د صفونو د تصفیې کمېسیون موخي او اهداف هم د غونډي برخه والو ته ولوستل.
دغه ډول د یاد مجلس په اخیره کي د شپږمي حوزې د اوسېدونکو یو تعداد عریضې هم وکتل سوې، ددوی ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه واورېدل سوه او د هیئت د مشرتابه لخوا د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل سو.
غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.