د لښکرګاه ښار د حوزو د نظارت هیئت په دوهمه حوزه کي غونډه وکړل:

    د هلمند ولایت مقام لخوا د لښګرکاه ښار د ټولو حوزو د نظارت لپاره ټاکل سوي پلاوي نن د مرکز لښکرګاه اړوند دوهمه حوزه کي غونډه وکړل. په دغه غونډه کي مسؤلینو، مجاهدینو او علماء کرامو ګډون درلود چي پیل یې دقرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت سره وسو ه ورپسې د ښاري […]

 

 

د هلمند ولایت مقام لخوا د لښګرکاه ښار د ټولو حوزو د نظارت لپاره ټاکل سوي پلاوي نن د مرکز لښکرګاه اړوند دوهمه حوزه کي غونډه وکړل.

په دغه غونډه کي مسؤلینو، مجاهدینو او علماء کرامو ګډون درلود چي پیل یې دقرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت سره وسو ه ورپسې د ښاري محکمې استازي فرقاني مولوي صاحب د غونډي ګډونوالو ته هر اړخیزه وینا او سپارښتني وکړې نوموړي پخپلو خبرو کي د مجاهدینو او عام ولس ترمنځ د اتفاق په اړه ټینګار وکړ.

 

وروسته داستناف محکمې رئیس هجرت مولوی صاحب وینا وکړه نوموړي د اسلامي نظام پر ارزښت خبري وکړې او د غونډي له ګډونوالو او مجاهدینو یې وغښتل چي د الله تعالی ددغه لوی نعمت شکر ادا کړي.

همدا ډول د غونډي په جریان کي شریف مولوي صاحب د صفونو د تصفیې کمیسیون په اړه د غونډي برخه والو ته معلومات وړاندي کړل.

غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.

 

د یادوني وړ ده چي د یاد هیئت لخوا په دغه سیمه کي د ګڼ شمېر خلګو عریضې وکتل سوې، ددوی غوښتني واورېدل سوې او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړل سو، همداراز د ځینو بندیانو دوسیې هم وڅېړل سوي چي په پایله کي یې ۲ تنه بندیان هم خوشي سوه.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲۷ هـ ق