نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د هلمند ولایت مقام لخوا د لښکرګاه ښار د ټولو حوزو د نظارت په موخه ټاکل سوي پلاوي نن په دریمه حوزه کي غونډه وکړل. په دغه ناسته کي د دریمي حوزې اړوند اوسېدونکو، مجاهدینو، مسؤلینو او علماء کرامو ګډون درلود د یادي ناستي پیل د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت سره […]
د هلمند ولایت مقام لخوا د لښکرګاه ښار د ټولو حوزو د نظارت په موخه ټاکل سوي پلاوي نن په دریمه حوزه کي غونډه وکړل.
په دغه ناسته کي د دریمي حوزې اړوند اوسېدونکو، مجاهدینو، مسؤلینو او علماء کرامو ګډون درلود د یادي ناستي پیل د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت سره وسو وروسته د ښاري محکمې استازي فرقاني مولوي صاحب د شریعت او سنتو د عملي کولو په اړه وینا وکړل، ده مسؤلینو او مجاهدینو ته سپارښتنه وکړل چي خپل ظاهر او باطن پر سنتو برابر کړي او د خلکو ترمنځ د شریعت مطابق فیصلې وکړي.
وروسته ددغه هیئت مشرتابه شریف مولوي صاحب د یووالي او اتحاد پر ارزښت خبري وکړې همدا راز یې د صفونو د تصفیې کمیسیون په اړه د غونډي ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل، نوموړي په خپلو خبرو کي وویل چي موږ به ټول هغه کسان د امارت له صفونو وباسو چي جرمي سابقه ولري، د خلګو د ازار او اذیت سبب کیږي او یا ددیني شعائرو احترام نه کوي.
د غونډي په وروستیو کي د ګڼ شمېر کسانو عریضې وکتل سوې، ددوی ستونزي واورېدل سوې او د هیئت لخوا د بشپړي همکارۍ اطمنان ورکړل سو.
یاد مجلس په دعائیه وینا پای ته ورسېد.
نېټه؛ ۱۴۴۳/۶/۲۸ هـ ق
این مطلب بدون برچسب می باشد.
دیدگاهها بسته است.