د لښکرګاه ښار د حوزو د نظارت هیئت په اتمه حوزه کي غونډه ترسره کړه

    د هلمند ولایت مقام لخوا د لښکرګاه ښار مربوط د ټولو حوزو د نظارت په هدف ټاکل سوي پلاوي نن په اتمه حوزه کي غونډه وکړل.   په دغه ناسته کي د دغه حوزې اوسېدونکو، مجاهدینو، مسؤلینو او علماء کرامو ګډون درلود چي پیل یې د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت کولو […]

 

 

د هلمند ولایت مقام لخوا د لښکرګاه ښار مربوط د ټولو حوزو د نظارت په هدف ټاکل سوي پلاوي نن په اتمه حوزه کي غونډه وکړل.

 

په دغه ناسته کي د دغه حوزې اوسېدونکو، مجاهدینو، مسؤلینو او علماء کرامو ګډون درلود چي پیل یې د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په تلاوت کولو سره وسو وروسته د استناف څارنوالۍ رئیس هجرت مولوی صاحب د اسلامي نظام پر ارزښتونو، اصولو، موخو او اهدافو خبري وکړې، همدا راز یې د اتمې حوزې له اوسېدونکو وغوښتل چي خپل حقوقي دعوې له دغه هیئت سره شریکي کړي ترڅو په ښه ډول حل او فصل سي.

 

ورپسې د یاد هیئت مشرتابه شریف مولوی صا حب وینا وکړل ده د غونډي له ګډونوالو وغوښتل که چیري کومه ستونزه یا غوښتنه لري له دغه هیئت سره دي یې شریکه کړي، ده زیاته کړه چي موږ دلته ستاسي د ستونزو، غوښتنو او پېنشهاداتو د اورېدلو لپاره راغلي یو نو ستاسي څخه هیله کوو ترڅو له دغه ارزښتمن فرصت څخه په ګټي اخیستو زموږ سره خپل ټول مشکلات شریک کړئ.

 

د غونډي په وروستیو کي د اتمې حوزې د اوسېدونکو ستونزي واورېدل سوې، همداراز یو تن منفور شخص چي د امارت په صف ننوتلی وو نن بیرته له صف څخه و ایستل سو.

غونډه په دعائیه وینا پای ته ورسېده.

 

د یادوني وړ ده چي د اتمي حوزې د نظارت په بشپړېدو سره ددغه پلاوي د سفرونو لړۍ پای ته ورسېده.

 

نېټه؛ ۱۴۴۳/۷/۱ هـ ق